تاند- په هلمند ولایت کې د بریتانیا پوځیان د خپل دیارلس کلن پوځي ماموریت په پای کې له یوې جبهې پرته له نورو ټولو سیمو ووتل.
د بریتانیايي ورځپاڼو د راپورونو له مخې اوس بریتانیايي پوځیان یوازې په باسټین کمپ کې پاتې دي چې له هغه څخه به هم د سږ کال په پای کې له افغانستانه د بریتانیايي پوځیانو د وتلو په دوهم پړاو کې ووځي.
بریتانیايی چارواکي وايي چې په یو لړ عملیاتو کې، چې تر یوې میاشت زیات وخت پرې ولګېده، په هلمند کې درې مهمې اډې بندې او یا افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې.
د عملیاتو اصلي اډه لشکرګاه، په افغانستان کې د بریتانیا د پوځ پخوانی اصلي مرکز او د لشکرګاه د (دوری) په نوم د ګزمې اډه افغان لوري ته سپارل شوي دي.
د شنبې په ورځ /مارچ۱۵/ د بریتانیايي ځواکونو د نقلیه وسایطو یو اوږد کاروان خپلې وسلې او وسایل د هلمند له نورو اډو باسټین کمپ ته ولېږدول.
سره له دې چې لا هم لږ شمېر بریتانیايی پوځیان په لږه پیمانه ګزمې کوي د هلمند د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو په غاړه اخیستی دی.
په هلمند کې د بریتانیا د ضربه قوې قومندان ډګرمن جېمز ووډهم په هلمند کې د خپلو پوځیانو د ماموریت په اړه وویل:«تاریخ به په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو د بریالیتوب په باب قضاوت وکړي.»
له ووډهم څخه پوښتنه وشوه چې ایا په افغانستان کې د بریتانیايی پوځیانو قربانۍ په دې ارزېدې؟ ده وویل:«د دوی پرمختګونه د ویاړ وړ دي. هیله مې لرله چې دا مې له ځان سره بریتانیا ته انتقالولی شوای، خو ما په خپلو سترګو لیدلي، په رښتیا چې مهم پرمختګونه دي.»
له۹ ۲۰۰۱ میلادي کاله تراوسه پوري په افغانستان کې ۴۴۸ بریتانیايي پوځیان وژل شوي دي.
دافغانستان خلک خو لاتراوسه پوری په هلمند ولایت کی دانګلیسی قواوو کومه بریا په سترګو نه ده لیدلی نه پوهیږو چه دوی کومه بریا یادوی په تیرو ۱۳ کلونوکی په ټول افغانستان کی خصوصآ دهلمند په ولایت کی دبریتانیا د ۱۰۰۰۰ قواو ترڅنګ زمونږ ملی امنیتی قواوی نه تنها چه دامنیت په تامینولو کی پاتی راغلل بلکه ورځ تربلی امنیتی حالات خراب شول دمخدره موادو کښت څوچنده زیات شو ملکی تلفات ورځ تربلی زیات شول ملکی خلک په یو او بل نوم بندیان اوقسم قسم وځورول شول دپروژو په نوم پیسی دڅو مشخصو اشخاصو جیبونوته ولویدی اوبالاخره یوه ناکاره اداره دخلکو په سرنوشت باندی باندی حاکمه شوه
دغه ټول نقاط په نظرکی نیولوسره اوس قضاوت دافغانستان دمسلمان ملت خصوصا دهلمند دزوریدلی ولایت خلکوپوری تړلی ده چه ووایی چه ایا انګلیسی قواوی دهلمند په ولایت کی کوم بریالیتوب لری اوکه څنګه؟