Posttraumatic stress disorder (PTSD) له جګړې یا له یوې پېښې وروسته سترس مخفف دی او دا یوه اروايي ناروغي ده او اوس ډېری افغانان ورسره لاس او ګریوان دي. پر دې ناروغۍ په رڼا اچولو به لومړی پوه شو چې دا ناروغي څه ده او بیا به راشو دیته چې له یادې ناروغۍ څخه څه ډول ځان وژغورو.

له جګړی یا له یوې پېښې وروسته سترس هغو غبرګونونو، احساساتو، افکارو او کړنو ته وایي چې د یوې زړه بوږنونکې پیښې له امله یوه کس ته پیداکیږی او عادي ژوند یې ننګوي. ناروغ په دې ناروغۍ کې د وېرې او له لاسه ورکولو احساس تجربه کوي، کړنې یې ټکنۍ کېږي، یو ډول بیقراره ښکاري او تل هڅه کوي چې د هغې پېښې چې ورسره مخ شوی یادونه او کیسه څوک ونه کړي، دا پېښې کیدای شي جنسي تېری وي، کیدای شي پر کور او کلي بمباري وي، کیدای شي یوه ټرافيکي پېښه وي، زلزله، جګړه، د الوتکې سانحه او سیلاب هم په همدې کټه ګورۍ کې راځي او دا هغه تجربې دي چې انسان وخت ناوخت ورسره مخ کېږي او دا پېښې ډیر ځله په ماشومانو کې د اندېښنې وړ دي لویان یې هم تجربه کوي خو که په پرله پسې توګه یې ژوند ور ګډوډ نه کړ دا له جګړې وروسته سترس دی او باید درملنه یې وشي.

د (PTSD)  لرونکي کس نښې:

د یوې ناروغۍ تشخیص تر هرڅه ډېر مهم دی د (PTSD) د پېژندلو لپاره ډېرې څرګندې او روښانه نښې شته چې موږ یې په ډېره اساني پېژندلی شو او مرسته ورسره کولی شو د بېلګې په ډول هغه څوک چې (PTSD) لري نارامه وي، له خلکو د بېزارۍ احساس کوي، هڅه کوي چې ګوښه واوسي، په ډېره سختۍ انس اخلي، له خلکو سره یې اړیکي ټکني کېږي، د ګناه او شرمندګۍ احساس هم کوي، تل د خپل بدن غړي منقبض یعنې غونډ ساتي، د ماشومتوب پړاو ته ورګرځي (د شپې له خوا میتیازې کوي، د لاس ګوته روي او همداسې نور)، یو ډول د نورو پېښو او جګړو لپاره څک وي چې اوس به پېښېږي او اوس به پېښېږي، د خوب ستونزې لري د بېلګې په ډول کابوس ویني وېرېږي یانې هغه څه چې ورسره شوي یا یې لیدلي هماغه څه په خوب کې هم په بیا بیا ځلې ورته راځي، له هغو فکرونو، احساساتو او د هغو ځاینو له یادولو هم کرکه او لرې والی کوي کوم چې پېښه ورسره شوې، خو خاطرې یې په بیا بیا ځل تکراروي، په ورځنیو کارونو کې یې هم ستونزې پيدا کېږي، تمرکز له لاسو ورکوي او په زده کړو کې هم ستونزې ورته پیدا کېږي خو د یادولو ده چې دا هرڅه باید درې شرطه ولري:

لومړی: هر هغه څوک چې دا ستونزه لري باید له یوې ډېرې ګواښمنې پېښې راوتلی واوسي.

دویم: هر هغه څوک چې دا پېښه ورسره شوې وي بیا بیا او په تکرار سره د پېښې په اصطلاح په چورت کې لاړ شي.

درېیم: هر هغه څوک چې دا ستونزه لري وخت يې باید له یوې میاشتې اوښتی وي.

که پورتني شرطونه هم پوره وي آيا هڅه کوي چې له نشه یي توکو استفاده وکړی؟ آیا ډاریې له حده وتلی؟ آيا یو کار یا یوه وینا بیا بیا ځلي کوی؟ آیا د کاش کاش خبره په تکرار کوی؟ آيا قهر او غوسه مو ډېره شوې؟ آیا فکر کوی چې نارمل یا عادي انسان نه دی؟ وېره او خپګان لري؟ بدن یې نارامه دی؟ د بدن غړي یې درد کوي؟ ساه یې بنده بنده کېږي؟ پوستکی یې ژر ژر وچېږي؟ سردردي او نورې ذهني ګډوډۍ لکه هېرېدنه لري؟ که دا ټولې پوښتنې هو وي نو په احتمالي ډول وایم چې (PTSD) لري او غم یې له یوه ارواپوه سره باید وخوړل شي.

د (PTSD) لاملونه:

هماغه ډول چې لږ اشاره هم ورته وشوه له ځينو پېښو او جګړو وروسته پيدا کېږي خو نور ګڼ لاملونه هم لري لکه: اور لګیدنه، توپان، سیلابونه او زلزله، نورې طبیعیي پیښې لکه: جنګ، د پیښې لیدل او د پیښې شاهد پاتې کیدل، د لاعلاجو ناروغیو درلودل، د یوه تیري قرباني کیدل د بېلګې په ډول جنسي تېری، په یوه وخت کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کیدل، ترافیکي پېښه او ټرافیکي لار بندۍ، چاودنه او بمباریو سره مخامخ کیدل، د دوستانو او خپلوانو د مړینې یا د ژوبلیدو شاهدېدل، پوځي شخړې او اوږدې دښمنۍ (تربګنۍ)، د ډېرو مړو او ټپیانو لیدل، په جګړه کې اسیر کیدل او داسې نور.

د (PTSD) شیوع یا خپريدنه:

که په افغانستان کې حالات همداسې روان وي دا پېښې به له بده مرغه زښته ډېرې شي چې ناڅاپي مړینه، په مکرر ډول د پېښو رامنځ ته کېدل، له پېښو د تېښتې نه امکان، د خپلو خپلوانو او انسانانو په لاس جوړ شوي جنجالونه، د مړینو ډېرېدل آن که هغه د کولارا او انفلونزا له امله هم وي، د بدن د کوم غړي یا غړيو په له لاسه ورکولو، د ماشومانو او ښځو په زورونه او قرباني کېدو هم دا ستونزه پيدا کېدی او ډېرېدی شي.

د (PTSD) ګواښونه:

ښه فکر نه شم کولی د اوږدې مودې لپاره مو ورځنی ژوند خرابېږي، د شاوخوا خلکو تراغیز لاندې   لاندې راتلل، په کورنۍ کې تاوتریخوالی، له ښځې او اولادونو سره ناسالم چلند، په ټولنیزو اړیکو کې له نورو سره توپیر پيدا کېدل، د احساساتو په بیان کې توپیر پيدا کېدل، په نورو باندې سم اعتماد نه کول، ویره او داړ، د ښځې او خاوند تر منځ ستونزو پیداکېدل، په جنسی اړیکو کې ستونزې درلودل، په کورنۍ نظم کې د ستونزو پیداکیدل او غټېدل، اضطراب او خپګان او په خواشینی سره ووایم نورې اروايي ناروغۍ پيدا کېدل هغه څه دي چې ورسره مخامخ کېږو به.

د (PTSD) له ناروغۍ د خلاصون لپاره څو لنډ وړانیزونه:

 (PTSD) یوه جدي ناروغي ده او هیله مو دا ده چې له داسې ناروغ سره په خپل سره او غیر مسلکي چلند ونه شي او اړینه ده چې په هر حال ناروغ ارواپوه ته ورولو او په منظم ډول یې درملنه پيل کړو خو که غواړو بیا هم ځان سره مرسته وکړو لاره یې بنده نه ده او کولی شو هڅه وکړو چې ژوند بیرته خپل عادی حالت ته وروګرځو، ورځنی ژوند سم کړو، د رامنځته شوې پیښې په اړه له خپلوانو سره خبرې وکړو او په عامه اصطلاح خپل زړه خالي کړو، د آرامتیا لپاره تمرینونه او ځينې ځانګړي فعالیتونه ترسره کړو، بېرته خپلې پخوانۍ دندې او ژوند ته وروګرځو، په منظم ډول خپل خواړه و خورو او سپورت وکړ، د پېښې ځای ته ورشو او حساسیت یې له منځه یوسو خو دغه کار باید په ډېر احتیاط او د ارواپوه په مرسته وشي، له کورنۍ او دوستانو سره وخت تېرول او بوختېدل ګټور دي. هڅه وکړو یو څه وخت موټرواني ونه کړو که یې کوو په ډېر احتیاط او تمرکز سره یې وکړو، له مېرمنې او همکارانو سره ښې اړیکې جوړې کړو ودونو او غونډو ته لاړ شو او داسې نور کارونه هغه څه دي چې موږ سره مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *