ولایتي ادارې له هغه کورنۍ سره چې د ګاز ډبې په چاودنه کې ورته ځاني زیان اوښتی وو د خوراکي او غیرې خوراکي موادو مرسه وکړه.
د پکتیکا ولایتی ادارې د دې ولایت د ارګون ولسوالۍ له هغې کورنۍ سره د خوراکي او غیري خوارکي موادو مرسته وکړه، چې څو ورځې وړاندي یې د کورنۍ اته غړي ټپیان او یو بل تن شهید شوی وو.

په ټپاینو کې د دې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون نارینه هم شامل وو.

د پنجشنبې په ورځ د دې ولایت والي ښالي محمدالیاس وحدت له یادې زیانمې شوې کورنۍ سره د خوراکي او ژمنیو موادو مرسته وکړه، چې په کې وريجې، غوړي، کمپلې او د پخلنځي بېلابېل توکې شامل وو.

په دې اړه د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وويل، چې د یادې کورنۍ غړو په دې پېښه کې سخت زیان لیدلی دی، نو په دې اساس ولایتي اداره د خپل مسؤلیت له مخې ور سره مرسته کوي.

ښاغلي وحدت زیاته کړه، چې له دې او دې ته ورته نورو کورنیو سره به چې د بېلابېلو طبعي او غیري طبعي پېښو له امله زیانمې شوې وي، هم په راتلونکي کې دې ته ور ته او نغدې مرستې وشي.

ده له پکتیکاوالو ولسونو غوښتنه وکړه، چې په خپلو کورونو کې دي له خطر لرونکو وسایلو سره پام وکړي، تر څو له داسي بدو پېښو ساتل شوي وي.

د زیانمنې شوې کورنۍ غړی فیض محمد له ور سره شویو مرستو په مننې سره د نورو مرستو غوښتنه هم کوي او وايي سربېره پر دې نغدي مرسته دي هم ور سره وشي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د دې کورنۍ یاد غړي ته د نغدي مرستې ژمنه هم وکړه، چې په راتلونکي کې به پنځوس زره افغانۍ ور سره مرسته وکړي.

 د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *