د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیرمحمد خان د بلخ، هلمند، فراه، نیمروز، جوزجان، دایکندي، فاریاب ارزګان او سرپل له والیانو سره د وچکالۍ، د څارویو د څړ ځایونو او د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال له ولایتونو سره د لا ښې همغږۍ، له روانې وچکالۍ او کډوالۍ څخه د چارواکو خبرتیا او یادو ستونزو ته د بېړنیو حل لارو په موخه خبرې وکړې.

لومړي مرستیال وویل: دقیقه او پر وخت مرسته هغه مهال کیدای شي چې د ستونزو کره شمېرې څرګندې وي او زیاته یې کړه: د ملي یووالي حکومت هرهغه څه چې په لاس کې یې لري له خپل ولس څخه به یې دریغ نکړي.

لومړي مرستیال ښاغلي انجنیرمحمد خان همداراز ولایتي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د وچکالۍ، کورنیو مهاجرتونو او د عامه څړځایونو په اړه دقیق او د اړتیا وړ معلومات راټول او د لا هم غږۍ په موخه د محلي ارګانونو له لارې له پېښو سره د مبارزې د عالي کمیسیون سره شریکې کړي تر څو د حل په موخه یې لازم اقدامات تر سره شي.

همدارنګه د یادو ولایتونو والیانو او مرستیالانو په خپل وار سره خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې تر راتلونکې یوې اونۍ به د خپلو ولایتونو ستونزې او غوښتنې د اړوندو ولایتي ادارو له لوري په ګوته او مفصل او کره معلومات به یې محلي ارګانونه ته واستوي تر څو شته ستونزې حل او د راتلونکو بېړنیو حالاتو مخه ونیول شي.

په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیرمحمد خان د یادو ولایاتو له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې د عامه پوهاوي له لارې خلک وهڅوي ترڅود راتلونکي ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخلي  او د ښو او رڼو ټاکنو د امنیت په خوندیتوب کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *