ژباړه: محمدزمان سهیل ||
له شک پرته چې د خپل ژوند چاپېريال کې به له داسې اشخاصو سره مخامخ شوي ياست چې د بېلابېلو لاملونو په سبب بې واده( مجرد) پاتې شوي وي. دغو اشخاصو یا د خپلې لېوالتيا او خوښې وړ(ژوند شريک) نه وي موندلى یا ورته د ګډ ژوند شرایط نه وي برابر شوي.
داسې اشخاص هم شته دی چې خپلې د ژوند د شريک له لاسه ورکړي وي یا دواړه له یو بل نه بېل شوي وي او نور نور . . . خو په هر حال یوازیتوب کومه د خوشحالې خبره نه ده ولي دا هم باید په یاد ولرو، چې یوازیتوب پدې معنی هم نه دی چې مونږ دې د ژوند له لاسه ورکړو او همیشه په فکرونو کې واوسو. د دې لپاره، چې د ژوند له ټولو شېبو نه خوند واخلو او ګټه ترې پورته کړو نو څور لارې چارې باید عملې کړو.
ناڅاپي پرېکړي او تصمیم ونیسئ:
کله چې په ژوند کې مو څوک نه وي نو لازمه نه ده تر څو د یو کار په ترسره کولو کې وړاندې له وړاندې له چا سره هماهنګي وکړئ. د مثال په توګه تاسې غواړئ یو کورنی حیوان واخلئ نو اړ نه یاست چې له چا سره پري مشوره وکړئ. هیڅ کس ستاسې مخه نه شي نیولی یعنې اصلي خبره دلته ده، چې تاسې کولی شئ ناڅاپي پریکړي او تصمیمونه ونیسي او له هغې نه خوند واخلئ.
په خپل نفس باور او اعتماد ولرئ:
منفي افکار مو له ذهن نه لري کړئ، اګر که په هر دلیل تاسې یوازي او مجرد پاتې شوي یاست دا یاد لرئ چې تاسې فکر وکړي تاسې یو بد او حمق انسان یاست. په ځان او په خپل ځان کې په خپلو وړتیاو باندې باور ولرئ ځکه کله، چې تاسې پخپله په ځان باور ونه لرئ نو له بل چا نه بیا د څه شي طمعه ان انتظار لرئ تاسې به خوښ کړي. باید له خپلو جسمانې، ذهنې او په ځانګړې توګه عاطفي سلامتیاو باید خبر واوسئ، یاد ولرئ هغه څوک چې تاسې سره نېږدي دي او له تاسې سره مینه لري منندوی واوسئ. د ځان په اړه مو مثبت فکر په خپل دهن کې جوړ کړئ او د ځان ساتندویه واوسئ. خپلو ښکلاو ته مو پام لرئ او هر وخت مسکا او خندا وکړي او کله، چې مو پام شو چې کوم څوک تاسې خوښوي نو تعجب مه کوي ځکه په واقعیت کې يې تاسې ارزښت لرئ.
یوازیتوب د ویري لامل کېږي د دې لپاره، چې یوازیتوب مو وزغمئ او یا هم یوازیتوب مو د ځان ملګری کړئ خو شحاله اوسئ، د یوازیتوب له مرحلې نه مو ګته پورته کړئ، ځانته خپله وخت ورکړئ، یو هنري شخص واوسئ، کتاب ولولئ، اشپزي وکړي او آن فلم وګوري د دې عمل به تکرار سره به مو د ویري احساس له یاده ووځي او د هنر زېږنده به مو د یوې تفریح په توګه نه بلکې د یوي اړتیا په موخه وپېژنئ.
په کور کې ښه احساس ولرئ:
مهم ده تر څو د کورنۍ په چاپېریال کې د خوښې احساس سولرئ، که کور مو هر څومره اوړ وي خو مهمه ده چې تاسې ته یو مثبت فکر درکړي. خپل چلند ته مو په کورنۍ کې تغیر ورکړئ، د ژوند وسایل مو له میز او څوکۍ نه نیولی نور ټول وسایل تغیر کړئ. بیا وګورئ چې تاسې به څومره خوشحاله یاست.\
هغه څوک چې درته مهم دي وخت ورکړئ:
عاشقانه او د مینې اړیکې تلوونکې او راتلوونکي دي اما خپله کورنۍ او دوستان مو همیشه تر خوا دي.یوازیتوب تاسې ته فرصت دی د دې لپاره چې تاسې هغو اشخاصو ته ډیر وخت ورکړئ کوم، چې تاسې ته ډیر ارزښت لري. که تاسې باوري یاست چې هیڅ کله به هم په ژوند کې شانه ونه ګورئ څومره چې کېدلی شي خپلو مهم دوستانو ته مو وخت ورکړئ.
له خپلوانو او دوستانو سره مو ټولنېزي اړیکې ټېنګې کړئ:
له انزوا او ګوښه ناستې نه ځان وساتئ. تلویزیون، انټرنیټ، کورنۍ حیوانت او نور . . . ښه دي اما یوازي په هغې بسنه او اکتفا مه کوئ. خپلوان مو وساتئ، دوستانو ته مو وړاندېز وکړي چې له یو بل سره په تفریح ووځئ، هغوی را وبلئ، تاسې دې ور وغواړي، یوازي د دې انتظار مه کوي چې نور ستاسې پوښتنه وکړي بلکې خپله وړاندې واوسې او له خپلوانو او دوستانو سره مو اړیکې ټېنګي کړئ.
فکر وکړئ:
د ټولو کارونو او تفریحاتو په اړه مو هرو مرو د خپلو انتخابونو په اړه له ځان سره فکر وکړئ. آیا هغه کار مو چې نن ترسره کړی تري خوښ او راضي یاست؟ آیا د پرمختګ لپاره کومه لاره شتون لري؟ ډیر زیا په ځان باندې نیوکه کوونکي واوسئ مګر دا په یاد ولرئ، چې د فکر کولو لپاره مو وخت ځانګړی کړئ.دا فکر کولی شي د ژوند په اوږدو کې له تاسې سره همکارې وکړي.
هو ووايئ:
هغه فرصتونه او وختونه چې په لاس درځي مه يې ضایع کوئ اګر که دا فرصتونه واړه وي ، لوی او یا هم په هر وخت کې چې وي خو، چې یوازي د مثبت فکر خورولو لپاره وي، دا چاره به مو پرمخ ډیري تړلې لارې پرانېزي.
په ټولنېزو فشارونو لاس بري شئ:
((او اخر له چا سره واده کوي؟)) د خلکو زړه دردوونکو خواخوږیو ته زغم ولري، بې ځایه سوالونو او یا هم عجیبو نیوکو سره مخ کېږئ باید خپله احساسات له لاسه ورنه کړئ او په دې سره ځان ګناهګار مه بولئ، ځانته ووايئ چې تاسې یوازینی شخص نه یاست چې په دا دول حالت کې قرار لرئ او په اخره کې، غوره ده ازدواج وکړئ مګر فکر وکړئ چې خوشبخته یاست او که نه؟.
پوه شئ چې څوک یاست؟:
دا یو ښه فرصت دی تر څو تاسې خپل ځان ښه او وپېژنئې او د افکارو او ارزښتونو ترمنځ مو اړیکې برقرارولو ته اړتیا لري. له دې فرصت نه د ځان د ارزیابۍ لپاره ګټه پورته کړئ، وروسته که مو د ژوند (ملګری/ملګرې) مو په ژوند کې داخله شوه په دې موضوعاتو د پوهېدو لپاره خپله ښايې اړتیا پېدا کړئ.
ځان ته مو پام وکړئ:
له ځان سره فکر وکړئ، موخې او اهداف مو څه دي، څه هیلې لرئ، ایا ډیر وخت وشو چې تاسې يې په لټه کې یاست. دا کافی ده چې یو کس له ځان نه راضي کړي او هغه هم تاسې خپله واست دا وخت یو فرصت دی؟ خپله مو پري ښه فکر وکړئ او ويې پېژنئ.فکر وکړئ او په خپله ځان مو تمرکز وکړي، هیڅ شی باید ستاسې د تصامیمو مه ډپ کړي، لومړیتوبنو ته مو پام وکړئ او پایله دا چې د هر څه نه لومړی باید د خوشحالې په فکر کې واوسئ.
سخت کارونه او زیاته تفریح وکړئ:
اوس مهال د ځوانېدو لپاره انرژې ډیره مهمه ده، اجازه مه ورکوئ څه مو د ژومد خوښیو مخه ونیسي هغه درس وي، تفریح او نور څه . . .
نور تر بار، زغم او غوسي لاندې مه راځئ:
بد اخلاقي مو د ژوند د خوښي مخه نیسي، نو ځان ملامت کړئ او د خاطراتو تکرار چې تاسې متاهل او د مینی ملګري یاست، دا مو درد نه دوا کوي. سمه ده چې د دې جملې ویل اسانه دې تر هغې چې عمل پري کوو او بریا به زمونږ وي. په د معنی نه ده چې تاسې محکوم شوي یاست او پاتې ژوند مو په ستونزو او یوازیتوب تیر کړي. خپله یوازي یو لېدوونکي مه اوسئ، بلکې د یوه لوبغاړي په توګه پاتى شى؛ نو بیا وګورئ چې څورمه مو په ژوند کې د یوازیتو پرمهال پرمختګ کړی.