تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو له یوولس کاندیدانو او د هغو له مرستیالانو سره په ارګ کې وکتل.
وروسته له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون له پلټنو وروسته ۱۱ تنه د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د یوولسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو رسمي لیست اعلان کړ، دا لومړی ځل دی چې د ولسمشرۍ یوولس کاندیدان یو ځای له ولسمشر کرزي سره ویني.
تر دې مخکې عبد الله عبدالله او دوو مرستیالانو سره په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي ول.
ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو ته وویل چې د ده لپاره به تر ټولو ښه ورځ دا وي چې شفاف انتخابات ترسره شي.
ده وویل:« زما د ژوند تر ټولو ښه ورځ به هغه وي چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات په ښه ډول ترسره شوي وي او د هېواد چارې نوي جمهوررئیس ته په بریالیتوب سره انتقال شي.»
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ورپسې د ولسمشرۍ یوولسو تنو کاندیدانو په وار سره د هغه ترتیب په اساس چې د انتخاباتو د کمیسیون په قرعه کشۍ کې ورته تعیین شوی، خپل نظریات او اندېښنې بیان کړې. دوی د رڼو او امنو انتخاباتو د ترسره کېدو او په هغو کې د حکومتي چارواکو پر بې طرفۍ باندې ټینګار وکړ.
د ولسمشرۍ نوماندانو په دغه کتنه کې د تېرې یوې لسیزې د کامیابیو په ساتنې او د دغو کامیابیو په لاپیاوړي کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې ټول کاندیدان باید په یو موټي ډول د هېواد له ملي وحدت څخه ساتنه وکړي.
دوی همدا راز زیاته کړه چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو کمپاین باید په یو اخلاقي حریم کې ترسره شي.
په غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتو د شکایتونو د خپلواک کمیسیون رئیسانو هم خبرې وکړې او هر یوه د ولسمشراو د جمهوري ریاست کاندیدانو ته ډاډ ورکړ چې د ښو او شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره به په پوره بې طرفۍ کار وکړي.
ولسمشر په پای کې وویل، حکومت به په ټول قوت زیار وباسي چې انتخابات په بشپړې بې طرفۍ او په شفافه توګه ترسره شي.
حامدکرزي د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د رڼو او بریالیو انتخاباتو د ترسره کېدو او په هغو کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره خپله مشترکه طرحه د انتخاباتو د کمیسیون له لارې په کتبي ډول د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.
ولسمشر د دې په ترڅ کې چې د انتخاباتو د بهیر لپاره یې د امنیت ټینګښت مهم وباله، څرګنده یې کړه چې د ملي دفاع وزارت له چارواکو او جنرالانو سره په هغه کتنه کې چې نن یې په ارګ کې درلوده، ده ته ډاډ ورکړل شو چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي د انتخاباتو امنیت په ښه ډول ټینګ کړي.
حامدکرزي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په ۱۶ نېټه د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتوالي لري.