تاند- یوه نوې څېړنه ښيي چې له ۱۳ کلنۍ وروسته د انسان د مازغو د حافظې په برخه کې نوی عصب نه تولیدېږي.

د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، له ۱۳ کلنۍ وروسته د مازغو د حافظې په مرکز کې د نویو عصبونو وده درېږي.

تر دې پخوا پر حیواناتو او د انسان د مازغو په اړه په غیر مستقیمو تحقیقاتو کې دا نتیجه اخیستل شوې وه چې ټول عمر د په مازغو کې نوې حجرې تولیدیږي. حتي په یوه څېړنه کې ویل شوي و چې د ورځې نژدې ۷۰۰ نوي عصبونه د مازغو په هیپوکاموس برخه کې جوړېږي.

که څه هم د حیواناتو په مازغو کې د عمر له تېرېدو سره سره نوي حجرې تولیدېږي خو ساینسپوهان وايي چې حتمي نه ده چې انسان دې هم همداسې وي.

د حافظې په اړه د بي بي سي دا څېړنیز راپور ووینئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *