تاند: له نارینه څخه ناهیلې شوې پخوانۍ موډلې الیزبیت هاډ له خپل سپي سره د واده پرېکړه کړې ده.

اغلې هاډ وايي، له ۲۲۰ نارینه و سره یې د واده لپاره لیدل کتل وکړل، خو یو یې هم خوښ نه شو او اوس خپل نازولي سپي سره واده کوي.

 نوموړې وايي، په تېرو ۸ کلونو کې یې په ۶ سیمو کې له ۲۲۰ نارینه و سره ناکام ملاقاتونه وکړل چې دا ورته یوه لویه غمیزه ښکاره شوه.

 د دغې ۴۹ کلنې موډلې په اتیایمو کلونو کې له نوموتي ګالف لوبغاړي سیوي بالسټورس او تکړه موټر ځغلوونکي لوبغاړي جیمز هنټ سره هم یارانه تېره شوې ده، خو اوس یې له خپل شپږ کلن کورني سپي لوګن سره واده ته زړه ښه کړی او کاتولیک کلیسا ته یې په دې اړه غوښتنلیک هم سپارلی دی.

الیزبیت هاډ وايي، له سپي سره واده کې به یې ۲۰ خپلوان او دوستان هم مېلمانه وي.

د هاډ په خبره د واده په ورځ به ځانته خپله ګوتمۍ په لاس کوي او سپی به یې کورتۍ، نکټايي او د واده خولۍ په سر د واده مراسمو کې برخه اخلي.

One thought on “له ۲۲۰ نارینه و ستړې، موډله خپل سپي سره واده کوي”
  1. زه مو ادې…. په دی ښکلو فرهنګونو
    هیر ئی نه کی چه دا انسانی لوړ! فرهنګ مریخ ته هم در سره یوسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *