تاند- یو مرموز شی، چې زموږ له مځکې ۵۰۰ ملیون نوري کاله لېرې دی، په هرو ۱۶ ورځو کې یو وار مځکې ته سیګنالونه رالېږي.
د ټایم مجلې د راپور له مخې، ساینسپوهان نه پوهېږي چې دا سیګنالونه د څه شي دي، خو دا د فضا له ژورو څخه لومړني باوري راډیويي نښې دي چې ساینسپوهان یې تاییدوي.
د دوی په وینا دا ډول سیګنالونه په هرو ۱۶ ورځو کې یو ځل ترلاسه کوي.
ساینسپوهانو تراوسه پورې تر سل ډوله زیات راډیويي پیغامونه موندلي، د هغو په منځ کې یوازې ۱۰ یې تکراري ښکاره شوي دي.
څېړونکي وايي، دا پیغامونه یا سیګنالونه په ۱۲ ورځو کې یو مخ له منخه ځي خو د لومړیو ځلور ورځو په هر ساعت کې د هغو یو چوي.
د لوېدیځې ویرجنیا پوهنتون د نجوم او فضايي څېړنو متخصص دکان لوریمر ساینس نیوز (Science News) ته وویل، د دغو سیګنالونو په اړه له تحقیقاتو ورته څرګنده شوه چې هغه له مځکې نژدې ۵۰۰ ملیون نوري کاله لېرې څخه رالېږل کېږي.