تاند- په افغانستان کې له ۶۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره داړه وره (نېښ لرونکې) هوسۍ د یوې څېړونکې ډلې له لوري د دغه هیواد په په شمال ختیځ کې ولیدل شوه.
د واشنګټن پوسټ ورځپانې د راپور له مخې دا هوسۍ، چې د کشمیر مُشک نومېږي، په ۱۰۴۸ میلادي کال په افغانستان کې لیدل شوې وه. خو د د وحشي حیواناتو د ساتنې د ټولنې (WCS) په مشرۍ یوې ډلې د اکتوبر په دوه ویشتمه په خپله خپرونه (Oryx) کې وویل چې د دې ډول هوسۍ څرک یې په افغانستان کې لګولی دی.
دوی ویلي چې دا ډول هوسۍ زیات وخت په یوه سیمه کې نه پاتې کېږي او ځکه د هغو د ویدیو او عکس اخیستل یو څه ګرانه کار دی.
د دې هوسۍ پوستکی ډېره لوړه بیه لري. له هغه څخه ېه درملو کې هم کار اخیستل کېږي.
دا راپور لرې کړئ، هسې نه بیا عرب ښکاریان ورپسې راشي.