د سهار ۰۷:۰۰ بجې:

۱- د هغه څه لپاره، چې همدا اوس یې لرئ، د خدای پاک شکر وکړئ.

د سهار ۰۸:۰۰ بجې:

۲- هره خبره په مثبت احساس سره وکړئ.

د سهار ۰۹:۰۰ بجې:

۳- هر کار په پوره مینه، شور او شوق تر سره کړئ.

د سهار ۱۰:۰۰ بجې:

۴- له بریالي کسانو سره مينه ولرئ، هغوی، چې ماتې خوړلې مرسته ور سره وکړئ.

د سهار ۱۱:۱۱بجې

۵- له نورو سره په مرسته کې مخکښ اوسئ.

د غرمې ۱۲:۰۰ بجې:

۶-  په ورځ کې مو یو ځانګړی وخت د تفکر او دعا لپاره ځانګړی کړئ.

د غرمې ۱:۰۰ بجه:

۷-  د نورو په احساساتو لوبې مه کوئ.

د ماسپښین ۲:۰۰ بجې:

۸- سخي او ژمن اوسئ.

د ماسپښین ۰۳:۰۰ بجې:

۹- ((مینه در سره لرم)) جمله ډیره تکراروئ.

د مازیګر- ۰۴:۰۰ بجې:

۱۰- د هرې غوښتې په سر کې د ((هیله کوم)) او (( مهرباني وکړه)) جمله مه هېروئ.

د ماښام- ۰۵:۰۰ بجې:

۱۱- په ورزش کولو سره مو خپل غړي قوي کړي او له ناروغۍ ځان وژغورئ.

د ماښام- ۰۶:۰۰ بجې:

۱۲- همدا اوس، چې څه ډول یې قبول یې کړه او د خدای پاک شکر وباسه.

د ماخوستن- ۰۷:۰۰ بجې:

له وېده کېدو مخکې د سبا ورځې لپاره مهال وېش ولرئ.

One thought on “له ۷ تر ۷ د ورځې مثبتې څپې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *