تاند- ناټو نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په تېرو اوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د کال یوه میاشت داسي تېره شوه چې د افغانستان په جګړه کې امریکايي پوځیانو ته پکې هیڅ تلفات پېښ نه شول.

تېره میاشت (مارچ) په تېرو ۱۲ کلونو کې، چې امریکايی پوځیان افغانستان ته راغلي دي، درېمه میاشت ده چې په لړ کې یې هیڅ امریکايي پوځي د افغانستان په جګړه کې نه دی وژل شوی.

1د آی کژولټي ویبپاڼې د ارقامو له مخې تر دې مخکې د ۲۰۰۲ میلادي کال په جولای او د ۲۰۰۷ په جنورۍ کې هیڅ امریکايي پوځي نه و وژل شوی.1

آی کژولټي له لومړۍ ورځې په افغانستان او عراق کې د جګړو د تلفاتو شمېرې خپرې کړي دي.

له دې سره سره چې تېره میاشت امریکايي پوځیانو په جګړه کې تلفات نه لرل خو دوه امریکايي پوځیان په خپل مرګ مړه شوي دي.

په تېر مارچ کې د ناټو د نورو غړیو ۲ سرتېري ووژل شول. وروستی پوځي د رومانیا و چې په زابل کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پینتاګون ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره پلان جوړ کړي خو امریکايي قومندانان نه پوهېږي چې د ځواکونو د ایستلو پلان څرنګه برابر کړي ځکه چې د افغانستان حکومت نه غواړي چې دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *