شریفه شریف

بابا سمسور د شطرنج تختې ته کتل خو فکر یې ډېر لرې غځونې کولې.

کلونه مخکې. یوه شپه: د سمندر په غِاړه د څپو سندرې خوريږي او دی  د سندرو په ټال له خپلی پټې مینې سره قدم وهي.  شپه خوندوره وه. سیند ملګرتیا کوله. سپوږمۍ مینه ناکه وه. د قدمونو لاندې خاورې لا خندنۍ وې. زړه یې له مینې ډک و.  مینې، شپې او سمندر  وخت او زمان ورنه هیر کړی و. د څوکیدار غږ د دواړو پام واړاوه: (اجازه نشته. د شپی په دې وخت د سیند په غاړه څوک نه ګرځي.)

++++

 زلمي اس د تختې د یو کونج نه بل ته تېر کړ او د بریا له خندا سره يې  شا ته تکیه وکړه، د دواړو لاسونو ورغوي یې پر میز وټکول او په خندا یې اعلان کړ: بابا مې مات کړ.

بابا. وبایلوده.

بابا خپل لمسي ته داسې وکتل لکه چې نوی یې ورپام شوی وي. ستومانه و. داسې لکه د اوږدې لارې له مزله چې راستون شوی وي.

زلمي ته یې وکتل او موسکی شو. تخته یې د هلک خواته پورې وهله. ورو یې تر شونډو لاندې وویل:

رښتیا وایې. زه مات شوی یم. ما د ژوند لوبه بایللې.

6 thoughts on “لوبه (لنډه کیسه) لیکواله: شریفه شریف”
  1. زه به ووياړم، که شريفه جانه راسره دغه په تول تللې او په نږه او خوږه کره پښتو ليکلې لنډکۍ کيسه پر ۳۳۰ مخيز ناول بدله کړی. مينه او مننه- زيار

  2. زیار سایب سلامونه
    زه په دی لیکوالې پوره باور لرم چه حتماً کولی شي
    مګر وایي چه ښایست په لنډیز کښی دی

  3. د ډاکتر صاحب زیار وړاندیز زه هم تاییدوم. دا ښکلې کیسه په دې ارزي چې ناول شي.
    د اغلې شریفه جانې نه هم مننه

  4. زما پښتو لیکنی او زدہ کړ‎ی
    ټول د استاد زیار سیب
    د ھڅونو پایلہ دہ۔
    دا زما د ادبی او شخصی ژوند
    تر ټولو گرانہ برخہ د استاد
    پور وړ‎ی دہ۔
    خو کشکی زہ دوی پہ شان زیارکښ او

    ھڅاند وای
    ستاسو ټولو س ھڅونو نہ مننہ
    پہ مینہ ۔
    شریفہ

  5. د څلورلور واړو شننوکو د شننو مننه او درناوی کوم، که څه هم د ورانپوهاوي ښکار شوي اوبيا پخپله کيسه ليکواله چې زما له ليکلارې پوره خبره ده چې يو کره کوټلی سبک لرم. نو که زما وړانديز پر ناول باندې د کيسې غځونه وای
    د مخونو شمېرې ٌ ۳۳۰ ٌ يا ٌ راسره ٌ ټکی ته څه اړتياوه ؟
    خو له دې سره سره ځنې منندوی يم چې دغو ورانپوهاويو ماته يوه تخنيکي بېلگه پر لاس راکړه او هغه داچې ترلاسلاندې (( مانا پوهنه)) کې ترې کار واخلم چې څنگه په پښتو کې يو ژوررغښتې غونډله(ديپ سټرشکچرال
    جمله) برسېر رغښتې (سرفېس) ته راوړي؟
    مينه او مننه ستاسې د ټولو زيار او دا مې اړيکشمېره
    ۰۰۴۴ ۱۸۶۵ ۳۰۸۹ ۷۷

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *