ټوپکي واکدارۍ له رامنځ ته کیدو سره سم افغانستان په څو واکداریو و ویشل شو. ښارونه ولایتونه، وزارتونه ، معینیتونه، ریاستونه او مدیریتونه، بیا په بهر کې سفارتونه او نماینده ګیانې  حتی د ښارونو ناحیې، سیمې او کوڅې هم و ویشل شوې او همدا اوس عملاً پر یادو څوکیو او مقامونو او  لویو او وړو سیمو باندې ټوپکوال د خپل ټوپک د شپیلۍ د لویوالی او کوچنیوالي په اندازه، د خپل تنظیم، ډلې او طرز تفکر او قومنداني او شخصي اصولو په چوکاټ کې حکم چلوي.

یو وارې ما د خپلو یاداشتونو په ترڅ کې په یوه مقاله کې لیکلي وو چې د جګړې له سونامي نه، نورې وړې او غټې سونامي ګانې را وزیږیدې چې د ټوپک د شپیلۍ له سُرکیدو او د ټوپک د قانون له حاکمیدو نه، بیا تر نن پورې؛ زموږ د ټولنې په عملي ژوند، روح او روان باندې لکه خپسه پرتې دي او حکومت ورباندې کوي.

زموږ په وروسته پاتې وطن کې د دغو سونامي ګانو د نا خوالو تر څنګ، د غربي او امریکاي دیموکراسۍ په دایره کې هر چیرې چې د هر چا زړه وشو، هر شی په هر ډول خط لیکي او د لوحو په نامه یې را ځړوي، هر لوستی او نا لوستی کتنځی لري، مریضان معاینه کوي او د فالبینۍ، تعویز نویسۍ او دم و دُعا بازار ښه په کش کې دی؛ نه د پوښتنې څوک شته، نه هم د اوریدنې او نه هم د اصلاح کولو کوم تکل.
د همدغو ګډوډیو په سلسله کې، د ټوپکي واکدارۍ له  رامنځ ته کیدو نه را په دې خوا د ټول هیواد او ټولو ښارونو په بیلابیلو سیمو کې د رنګارنګ لوحو لیکل او را ځړول او د ناروغانو د رغولو په پلمه عجیب آدرسونه رامنځ ته شوي دي.

څنګه چې تاریخ د دې ایله جاریانو په اداره او حکمتولي پورې خاندې، دغسې زموږ د وطند بیلابیلو ژبو، ژبپوهان او د سواد او زدکړې خاوندان د دغو لوحوپر جوړښت، ګرامر او ماناوو باندېد طنز په ډول هم ژاړي هم ورته خاندې. په خواشینۍ سره چېدا هم زموږ په وروسته پاتې ټولنه کې، د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ د نیالګي یو ثمر دی، چې نن مو لوحې، نسخې او د فکرونو کتابونه داسې بد حال لري.

همدا نن(۲۰۱۶ کال د جون ۲۱ مه) مې چې لا دا مقاله بشپړه کړې نه وه چې د ښاغلي بهیج عثماني په فیسبوک پاڼه کې زما تر بحث لاندې موضوع سره اړوند او زما د خبرو په تایید، د یو شکایت او حکایت غږ اوچت شو.لینک یې همدلته شته، که یې څوک د لیدلو هیله لرې، دلته دې  کلیک وکړي،

د لیکنې بشپړ متن او د درملو او نسخې عکسونه هم لیدلای شي. دا د بهیج عثماني د لیکنې متن دی،واک د تاسو چې ګیله له چا نه کوئ:

«دا د يوې نسخې درمل دي او دا ډاکتر هم کوم عادي ډاکتر نه دی. د کابل طبي پوهنتون لوی استاد دي. تر هغو چې په افغانستان کې د درملنې دغه حال وي زموږ ناروغان به مجبور وي چې پاکستان ته ولاړ شي او هلته هم په پڅه چاړه حلال شي. د افغانستان روغتيایي سیسټم په يوه ناورين بدل شوی دی»

زه فکر کوم چې د ځینو ډاکترانو نسخې او توصیه کړي درملد «آغای جن ګیر، آتش خور و مار ګیر» نه هم بد تره په دې دي چې «آغای جن ګیر» زار او مار دواړه خپله خوري خو ځینې زدکړي ډاکتران یې په مریض باندې خوري. دلته ده چې باید پوه شو چې ګناه زموږ خپله ده چې سم ډاکتر، سم روغتون او سم درملتون نه لرو، دا په دې چې موږ سم تعلیم نه لرو.

له اول نفر نه نیولې بیا تر آخره پورې، له بیسواده نیولې بیا تر سواد والا پورې له مسول نه نیولې بیا تر غیر مسول پورې له … نه نیولې تر … پورې  د همدې لومې په ستونزو کې نښتي دي او اوس باید په دې بیا او بیا ټینګار وشي چې دا په لومړي ګام کې زموږ خپله ګناه او مسولیت دی چې تعلیم نه لرو او د نورو په وړاندیز او اشاره له تعلیم، تحصیل، ښونې روزنې، ښونځي، پوهنځې او علم نه تښتو، او کله چې تعلیم و نه لرو، نو په څه نه پوهیږو او کله چې په څه پوه نه شوو، نو جـِلب مو، واک مو د نورو په لاس کې وي، هغوی مو لکه «څلوربول» په هر لوري چې کشکاږي، ور سره ځو به، لکه همدا اوس.

موږ یو وخت د درمل جوړولو ستندر، لویه او ښه فابریکه درلوده، د کابل په صنعتي پارک کې یې موقعیت درلود، د اروپا په ستندر سیستم یې درمل جوړول، دا فابریکه هوخست نومیده چې د جرمنانو په مرسته جوړه شوې او د دواړو هیوادونو ګډ سهامي شرکت و،خو موږ د خپلې نا پوهۍ په پایله کې د بهرنیو استخباراتو په لارښوونه په خپلو لاسو ورانه کړه او بیا مو اور ور ته واچاوه؛ او پایله یې دا شوه چې نن له یوې خوا د خپلې نا پوهۍ په اور کې سوځو، او له بل لوري هماغه خلک په پاکټونو کې د درملو په نامه د خپل وطن خټې په موږ باندې خرڅوي. هغوی دیرش میلونه بې تعلیمه مزدوران او غلامان غواړي او دا زمینه موږ خپله ور ته برابروو چې په نسلونو نسلونو د هغوی مزدورۍ او تولیداتو ته سترګې په لاره اوسو.

ښاغلي نعمان دوست د ۲۰۱۶ کال د مارچ په شلمه په خپله فیسبوک پاڼه کې لکه تل ډیر لنډ، خو ډیر با مانا د لوحو او اشتهاراتو په باب داسې لیکلي وو:

«څو لوحو او شتهاراتو ته تم شوم، لیکل شوي وو:

نوروز حرام!

داسې لوحه او اشتهار مې تر سترګو نه شو چې لیکلي واي:

د مسلمان وینه تویول حرام!

زما مسلمانه ټولنه»

مثالونه او خبرې ډیرې دي:

«خنده تلخ من از ګریه غم انګیز تر است

کـارم از ګـریهګذتست بـــدان مـیـخنــدم»

دا لوحې او دا نسخې چې د هر چا له لوري لیکل کیږي، ځړول کیږي او په میډیا کې خپریږي، ټولې د خلکو د غولو له پاره دي، عاملین یې خپل جبونه ډکوي، د ژوند په بیه یې خلک پور پرې کوي او دا ټول په خپله د خلکو د نه زدکړې او نا پوهۍ پایله ده، نو له دې نه د خلاصون اصلي لاره، د خلکو د پوهې د کچې لوړول دي، تعلیم، ښونځی او پوهنځی مخه کول دي.او په دې ډول کیدای شي زموږ د تاریخ پر ستیژ باندې د دغې کومیکې تراژیکې ډرامې نمایش ته د پای ټکی کیښودل شي.

دا لوحې او دا نسخې چې چې پاس لنډې خبرې پرې وشوې، اوس د یوه ناسور زخم په ټوګه زموږ د ټولنې پر بدن باندې شته والی لري او زموږ د ټولنې او خلکو پر اوږو د یوه اضافي پیټي په ډول بار دي، نمونې یې بیخي ډیرې دي، زه یې دلته څو بیلګې وړاندې کوم:

2 2

One thought on “لوحې او نسخې/ آصف بهاند”
  1. د عامی روغتیا وزارت دموسساتو په طبله چي بدل شوی او د موسساتو دتجربو لابراتوار ورڅخه جوړ شوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *