تاند نیوز ډیسک: د سولې عالي شورا یوه سرچینه وايي، ټاکل شوې چې دا شورا ډېره ژر د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره مدغم شي.
مولوي عطا الله لودین وايي، دا کار د سولې شورا په چارو کې د کمیو او کاستیو پوره کولو لپاره کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د دغو دواړو ادارو تشکیلات سره یوځای کېږي، همغږي کېږي او د سولې په چارو کې به له یو مؤقف نه چارې تعقیبوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر د خپل دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او خپل ځانګړی استازی معرفي کړ.
په دې سره اوس افغانستان کې د سولې لپاره درې تشکیلاتو نه کار کېږي، د سولې مشورتي کمسیون، د سولې عالي شورا او د سولې وزارت
ولسمشرۍ ماڼۍ که څه هم د سولې لپاره د تشکیلاتو د پړسولو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د سولې عالي شورا غړی عطا الله لودین وايي، د سولې وزارت ځکه رامنځته شوی چې د سولې عالي شورا په خپلو کارونو کې ناکامه وه.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې وزارت په رامنځته کېدو د انتخاباتي ټکټونو چارواکي وايي، د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو باید ولسمشر موازي ادارې رامنځته نه کړي.
