تاند- د افغانستان لومړۍ مېرمن وايي چې هیواد یې د وروستي سیاسي انتقال له کبله په نتیجه کې یې محمد اشرف غني ولسمشر شو، د خپل تاریخ یوه نوي پړاو ته داخلېږي او اوس تمرکز د موسساتو جوړولو ته دی چې دې هیواد ته د وړاندې تګ لار اواره کړي.
رولاغني دا خبره د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند د درې ورځني سفر په ترڅ کې وکړه.
رولا غني وویل:«دا هغه وخت دی چې په هیواد کې د جدي پرمختګونو د نورو ابتدايي بنسټونو پر اېښودلو تمرکز وشي.»
رولا غني وویل چې د دې هدف دا دی چې په افغانستان کې د هغو ښځو په شمول، چې په کار بوختې دي، ټولو ښځو ته ټولنیز درناوی احیا شي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د روان اپریل په پای کې هند ته سفر وکړي. دا به له کله چې محمد اشرف غني ولسمشر غوره شوی دی هند ته د ده لومړنی سفر وي.
غني تر هند مخکې د دغه هیواد تاریخي سیال پاکستان او چین ته سفرونه کړي دي او دې مسلې په هند کې یو لړ پوښتنې زېږولي دي.
مېرمن غني خپل رول ښځو ته د اسانتیاوو برابروونکی او له ولس سره تړلی وباله، ویې ویل چې له دې خوند اخلي چې د هغو ښځو خبرې واوري چې غواړي خپلې ستونزې له دې سره شریکې کړي.
دې وویل:«افغان ښځې په دې خوشالېږي چې یو څوک ولري څو ورته مراجعه وکړي، له بده مرغه کله چې دوی وزارتونو ته ځي، عموماً باید ډېر انتظار وباسي.»