استاد اجمل ښکلی

څه وخت مخکې مې په اردو کې د جوش مليح آبادي (يادون کي برات) او د قدرت الله شهاب (شهاب نامه) ولوسته؛ نو هسې فکر راسره پيدا شو چي دا اردو، پارسي ژبې دومرې ولې خوږې دي؟ خو پښتو شډله بډله۔ وروسته په خبره ورسېدم چې پښتو شډله نه ده پښتانه شډل دي.

ژبې ټولې خوندورې دي، کلکه او پسته پکې نشته، خو ځينې ژبې ډېرې کارېدلې وي، د خلکو ژبې پرې اسانه اوړي، ورسره عادي شوي وي، نو اسانه ورته ښکاري.

پارسي او اردو راته ځکه پستې ښکاري چي بډايه ادبيات مو يې لوستي، ګنې ډاډلونه او ټې ګانې خو اردو کې هم شته او په اردو کې چې څومره ګرامري حالتونه دي، هغومره په پښتو کې نشته، ګنې پښتنو خو به يې لږ تر لږه نرينه او ښځينه سره نه ګډولای.

پارسي او اردو ډېرې کارېدلې او سوليدلې. په لومړيو کې د ژبې له لږې برخې استفاده کېږي، خو چې بيا څومره ليکل کېږي، هغومره يې نوره برخه هم ليک ته راووځي، بلکې پراخېږي. تراوسه لاتر نيمې زياته پښتو له ليکلو پاتې ده يا د خوشال بابا خبره بکره پرته ده.

د اردو د خوږلنۍ يو بل لامل هم دى. اردو د نورو ژبو کلمې هم بې غمه کاروي، ځکه نو په اردو کې د هر کيفيت لپاره کلمې او جملې شته دي او دا خبره په (يادون کى برات) او (شهاب نامه) دواړو کې جوته ده چې يوه کلمه او جمله بيا بيا نه تکراروي. په هر ډګر له نويو کلمو او جملو سره مخ کېږې.

خو په پښتو کې د کلمو او جملو تکرار ډېر دى، ځکه چې په ليکلې پښتو کې د کلمو او جملو پنګه محدوده ده. محدوده څه ده، موږ پخپله محدوده کړې. د ژبې استعمال ته په جدي سترګه نه ګورو، بس ګړز ورکوو.

د بېلابېلو کيفيتونو د دقيق بيان لپاره د نورو ژبو پور ضرور نه دى. پښتانه هم د پارسيوانانو او اردوژبو غوندې انسانان دي او همغه شان د بېلابېلو احساساتو او کيفيتونو خاوندان دي او پخپله په پښتو کې دې هر کيفيت ته کلمې او جملې شته، خو که څوک پرې د سترګو ټول نظر وکړي. د ولس او کور پښتو ته فکړ وکړي. هغه اصيلي مرغلرې د خپل ليک په هار کې وپېيي.

ها بله ورځ مې پر انګليسي ادبياتو ليکچرنوټ جوړاوه، نو ليکوال د شکسپيير ځينې تراژيدۍ ډېرې ويرونکې بللې وې. ما په (د شکسپيير ځينې تراژيدۍ داسې دي، چې د سړي غونى ورته زيږ شي) وژباړه، ځکه د ليکوال موخه راته همدا ښکاره شوه.

په يوه ځاى کې پکې د (بدګوزاره) کلمه راغلې وه. په ژباړه کې يې له واره د سړي ذهن ته د (قهرجن) کلمه راشي، خو غم دا دى چې (قهرجن) هغومره منفي نه دى. اوس که لږ په اصيله پښتو کې فکړ وکړئ، يو نه، څو کلمې به مو مخې ته ودرېږي. ما په (بداوشينه) وژباړه. دا کلمه مې له مور نه ډېره اورېدلې چې پلانى ډېر بداوشينه(بدژبى) دى، ټوله ورځ ګورېږي، ګوزاره ورسره سخته ده.

دغسې په ژباړه او خپله ليکنه دواړو کې که سړى خپلې ژبې ته ځير شي، ډېرې کلمې او جملې ورته مونداى شي.

استاد شپون په همدې بريالى دى چې طنز، ظرافت، خواخوږۍ، خپګان، نهيلۍ او بل هر کيفيت ته بېله بېله ژبه کارولى شي.

زموږ ولسي مشران څومره بليغې خبرې کوي. هغوى د ژبې په استعمال پوه دي، د جادو استفاده ترې کوي، خو يو موږ يو چې ايله مو يو څو جملې او کلمې زده کړي او هر ځاى ناځاى يې کاروو. لږ له ځان سره کېنئ، وګورئ چې موږ لوستي پښتانه د ژبې له پلوه څومره محدود يو.

ليکلې پښتو به هله خوږه او مکمله شي چې موږ يې اصيلې پنګې ته پام وکړو.

اوس پوه شوئ چې پښتو شډله نه ده، لوستي پښتانه شډل دي.

د ۲۰۱۳ د مارج ۲۳


د استاد ښکلې ګڼې نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *