مېجر را ورټي: هنري جورج راورټي (Henry Geerg Raverty ) ١٨٢٥م کال د May پر يودېرشمه د انګلستان په فالموت Falmouth نومې سيمه کې زېږېدلى او د ١٩٠٦م کال د اکتوبر پر شلمه د ګرامپونډ په کوڅه کې ديو اتيا کلنۍ پر پاخه عمر مړ شوى دى.
په پښتو ادبياتو کې زياتو مستشرقينو د پروفيسر جېمنرډار مسټر ،پادري هېون، مودګنساين او داسې نورو کار کړى دى چې د يادولو وړ دي خو راورټي لومړنى شخص دى چې د پښتو ادبياتو لپاره يې ډېر او په زړه پورې کار کړى دى.
دده مور او پلار ايرلنډيان وو، نېکه يې اوراورټي پلار يې پېتر راورټي نومېده او پوځي جراح و، لومړنۍ زده کړې په فالموت کې سرته ورسولې او په ١٢ يا ١٦ کلنۍ کې يې له سمندر سره مينه پيدا شوه خو له يو لنډ دريابي سفر وروسته يې نيت واوښت او له ځان سره يې دا تصميم ونېوه چې عسکر کېږي به ، ولې دسر چارلس لېمون په مرسته هندوستان ته ولاړ او ډېر ژر د بمبي په درېيم نمبر فوځ کې د افسر په توګه وګمارل شو دې په ملتان،ګجرات او دهند په شمال لوېدېځه پوله( صوبه سرحد )کې په پوځي عملياتو کې برخه واخستله او د پوځي مهارت او وړتيا له امله يې دوه وار مډالونه وګټل، پر ١٨٦٣م کال يې د تورن رتبې ته ترفيع وکړه په ١٨٦٤م کال له پوځي خدمته تقاعد ته سوق شو او له هندوستان نه خپل هېواد ته ولاړ يو کال وروسته يې د قوماندان جورج پولي له يواځينۍ لور فينې وېګرس سره واده وکړ.مېرمن يې تر ده وروسته مړه شوه او اولاد يې پاتې نه شو سره د دې چې راورټي يو فوځي افسر وه، خو ادبي ذوق يې هم درلوده او ورسره يو ښه ليکوال او مورخ هم وه په انګلستان کې پښتو انجيل چاپ کړ، دغه راز يې داسيب حکم کېسې په پښتو وژباړلې د هرات او خراسان تاريخچه يې پر ١٩٠٥م کال بشپړه کړه ده تر مرګ پورې قلم وچلاوه، دمړينې پر وخت د پښتو د تاريخ په ليکلو بوخت و او د دغه درانه اثر لپاره يې خورا زيات مواد را ټول کړي وو، د غه راز ډګروال بېډلف په ١٧مه پېړۍ کې د پښتو شعر په باب په يوه مقاله کې ليکلي دي: ميجر را ورټي ته بايد په ريښتيا سره د پښتو ژبې او ادبياتو د څېړنو د پلار لقب ورکړل شي څه د پاسه ٣٠کاله يې خپل ځان لېکوالۍ ته بېکاره کړى و، راورټي که څه هم اکاډميک تحصيل نه وکړى خو علمي استعداد يې خورا زيات و راورټي د پښتو ژبې او ادبياتو يو ستر اروپايي عالم په توګه په ټوله نړۍ کې شهرت لري او په پښتو ادبياتو کې يې هم ډېر زيات کار کړى دى چې څو نمونې يې د مثال په ډول وړاندې کوو:
١: د پښتو او دهغو دژبې د لهجو او دغه راز له زند، پهلوي او عبراني سره د دغې ژبې د اړيکې په باب يادونې (١٨٥٤م)
٢: د کاشغر اودغه راز د مرکزي اسيا د ځينو نورو ځايونو په باب يادښتونه (١٨٥٧م)
٣: په دېره جاتو کې د سخي سرور د زيارت يادونه او دغه راز د هغې مېلې په باب بيان چې هر کال په دغه زيات کې کېږي (١٨٥٥م)
٤: د د ېره جاتو، لويديځې پولې دغرنۍ سيمې (روه) او په هغې کې د مېشتو قبائلو بيان( ١٨٥٨م)
٥: د لرو بر، سوات او کوهستان د سوات د سيند سرچينه او دغه راز په دغو سيمو کې د اوسېدونکو قبائلو بيان( ١٨٦٢م)
٦: پټانان يا د دهلي پتان پاچا څوک و؟ (١٨٥٧م)
٧: د پښتو ژبې ګرامر په ١٨٥٥م کال کې وليکه او يوه جامع سريزه لري چې د پښتو د اصل و منشاء په باب څېړنې کړي دي.
٨: د پښتو ډکشنري په ١٨٦٠م کال کې وليکه او د پښتو ژبې ډېر پخوانى او تاريخي لغات پکې ځاى پر ځاى شوي دي.
٩: ګلشن روه د پښتو شعر او نثر يوه غوره مجموعه ده په ١٨٦٠م کال کې د چاپه ووتله.
١٠ د پښتو شعر منتخبات چې انګريزى نوم يې ( the Afghans selection Form The poetry of ) دى دا مجموعه پر ١٨٦٢م کال کې چاپ شوې ده په سر کې يې د تصوف د نظريې او صوفيانه شاعرۍ په باب يوه مفصله سريزه ٣٢مخه راغلې ده ، ورپسې د رحمان بابا ، ميرزاخان انصاري، عبدالحميد مومند، خوشحال خان ، اشرف خان ، عبدالقادر خان ، احمد شاه بابا، کاظم خان شېدا او د خواجه محمد بنګش د اشعارو انګريزي ترجمې د هر يو د ژوند ليک سره يو ځاى راغلي دي راورټي داسې نور اثار هم لري.