تاند- لومړنی الوتونکی ټکسي په دوبۍ کې نندارې ته وړاندې شو.

ولیکوپتر (Volicopter) کمپنۍ خپل دوه کسیز هوايي ټکسي په دوبۍ کې تجربه کړ.

دا ټکسي یا الوتونکې نقلیه وسیله ۱۸ الیکتریکي څرخونه لري.

ولیکوپتر ۳۰ دقیقې الوتلی شي او په یو ساعت کې یې ډېر تر ډېره سرعت ۱۰۰ کیلو مترو ته رسېږي.

ټاکل شوې وه چې دا اتومات یا بې چلوونکي ټکسي د جون په میاشت کې په دوبۍ کې وازمویل شي.

 د دوبۍ د ترانسپورت د ادارې د چارواکو په وینا دا اتومات ټکسي د امنیتي ستندردونو د لوړولو ځانکړتیا لري. څلور پراشوتونه، د بېټرۍ ۹ جلا سیستمونه، د چټک چارج او د برښنا له شبکې سره د ژر وصل کېدو سیستم لري.

د دې الوتونکي ټکسي لومړنۍ نمونه په نژدې ۲ ساعتونو کې چارج شوه خو د هغې جوړوونکي وايي چې نور ماډلونه به یې تر دې ژر چارجېږي.

هوايي ټکسیان به د دوبۍ اوسېدونکي د یوه ځانګړي اپلیکېشن په وسیله راغوښتی شي.

دا ټکسیان به په ۵ کلونو کې په دوبۍ کې رسماً خدمات پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *