تاند- د جنوبي کوریا سامسونګ کمپنۍ د لومړي ځل لپاره د بې سیمه یا وایرلیس تلویزیون د اختراع حق ثبت کړ.

د اندیپنډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، سامسونګ کمپنۍ وايي چې د امتیاز د حق له ثبتولو وروسته غواړي چې بې سیم تلویزیون جوړ کړي.

که سامسونګ د دې تلویزیون په جوړولو بریالی شي، تلویزیون به برېښنا یا انرژي بې سیمه ترلاسه کوي.

دا تلویزیون به د ساونډبار په بڼه جلا اخذه او ترانسفارمر لري چې له تلویزیون څخه لېرې اېښودل کېدای شي.

سامسونګ اصلاً د اختراع د امتیاز حق تېر کال ثبت کړی خو په وروستیو ورځو کې هالنډي ویبپلاګ (LetsGoDigital) افشا کړه چې سامسونګ بې سیم تلویزیون جوړوي.

تراوسه څرګنده نه ده چې سامسونګ به کله دا تلویزیون راوباسي. سامسونګ د خپلو هغو محصولاتو په اړه، چې بازار ته یې راایستلي نه وي، عموماً مخکې تر مخکې څه نه وايي.

په لاندې ویدیو کې له سامسونګ تلویزیون سره د خپل موبایل یا ټبلېټ د وصلولو لار درښودل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *