برایی می و لیدل،
ستا شونډان،
ښکلی وه ، ډیر ښکلی ،
زما تر ټولو شعرونو،
تر بل هر شعر،
که نه،
زه هم په ډیره سادګی نه مین کیدم،
نور نو ستا میني،
لکه یوه جادوګره بوډۍ
زما په خیالونوکی ځای ونیوی،
او ټولو پخوانیو خاطرومی،
رنګ بدل کړ،
لومړنی دیدار دی راته نوی خاطره شول،
لکه د آذادی زیری،
په زندان کی.
راته ځیر شه !
دغه ټول می،
په سترګو کی لیدای شی.