لومړنی ملا وم چې دکلي د زاړه جومات په کونج کې مې ځان ته پرده واچوله او د اعتکاف لپاره کېنستم . د ماخستن له لمانځه وروسته یو سپین ږیری اخوند را پر غوږ شو: ملا! جومات دروند دی پام کوه .)) کله چې مقتدیان ولاړل. سترګې مې سره ورغلې وې چې د دروازې کړپ شو، د څراغ په تته رڼا کې مې ولیدل چې د دروازې له خوا پر څلورو یو شی را روان دی، چې یوه لويشت وېښتان ورباندې ولاړ او په تور مخ کې یې سپین غاښونه ځلېدل . منډه مې کړه، خو لکه په ځنګل کې چې مې منډې وهلې د جومات هر تیر ته ستن ولاړه وه، له څو ستنو سره ولګېدم ، نور په ځان نه یم پوهېدلی، هغه وخت را پر سد شوم چې طالب مې مات شوی تندی او ګرږلي لاسونه را غوړول . په سبا مې ملايي پرېښوده. څه موده وروسته خبر شوم چې د جومات پخواني ملا پوستین پر چپه خوا اغوستی او مخ یې د دیګدان په دودونو تور کړی و، ترڅو ما وډاروي ملايي او سرسایه ده ته ورپاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *