تاند- ۶۰ کاله پخوا په دې ورځ یعنې د ۱۹۵۷ ع کال د اکتوبرپه څلورمه شوروي اتحاد د نړۍ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سپوتنیک ۱ په نوم لومړنۍ سپوږمکۍ یا مصنوعي سپوږمۍ د مځکې مدار ته ورسوله. سپوتنیک روسي کلمه ده چې مانا یې ده (اتومسفیر)

سپوتنیک سپوږمکۍ ۸۳ کیلو او شپږسوه ګرامه وزن درلود او له مځکې نهه سوه کیلومتره لوړه د دې کُرې په مدار کې ځای پرځای شوه.

فضا ته د سپوتنیک په استولو کې د شوروي اتحاد بریالیتوب د هغو جرمني ساینس پوهان احسانمن او پوروړی وو چې د هیتلر د توغندیو په برخه کې یې کار کاوه او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د جګړې فاتحانو خپل خدمت ته اړ ایستل.

سپوتنیک د سړې جګړې په کلونو او په ۱۹۵۶کال د شوروي پوځونو له لوري د هنګري د ولسي پاڅون له بې رحمانه ځپلو وروسته د مځکې مدار ته واستول شوه.

فضا ته د سپوتنیک له توغولو سره ،چې د شوروي اتحاد لپاره ستره تبلیغاتي مرسته وه، د امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ فضايي سیالي پیل شوه.

د دې سیالۍ په نتیجه کې روسی یوري ګاګرین لومړنی انسان وو چې فضا ته لاړ او امریکايی نیل ارمسترانګ لومړنی انسان وو چې پر سپوږمۍ یې پښې کېښودې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *