تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د ټاکنو کمېسیون محمداشرف غني د میزان د شپږمې د ټاکنو بریالی کاندید اعلان کړ.
د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن په خبري کنفرانس کې وویل، محمد اشرف غني د روانې ټاکنیزې پروسې ۹ لکه ۲۳ زره ۸۶۸ رایې ترلاسه کړې دي چې د ټولو رایو ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه کېږي.
نوموړې عبدالله عبدالله د ۷ لکه ۲۰ زره ۹۹۰ رایو په ترلاسه کولو له ۳۹ اعشاریه ۵۲ فیصدۍ سره دویم کاندید، ګلبدین حکمتیار د ۷۰ زره ۲۴۲ رایو په ترلاسه کولو او له ۳ اعشاریه ۸۵ فیصدۍ سره دریم، رحمت الله نبیل د ۳۳ زره ۹۲۱ رایو او ۱ اعشاریه ۸۶ فیصدۍ سره څلورم او فرامرز تمنا د ۱۸ زره ۶۶ رایو په ترلاسه کولو له صفر اعشاریه۹۹ فیصدۍ سره پنځم نمبر کاندید اعلان کړ.
سید نورالله جلیلي۱۵۵۲۶ رایو، لطیف پدرام له ۱۲۶۰۸ رایو، عنایت الله حفیظ له ۱۱۳۷۴ رایو، حکیم تورسن له ۶۵۰۴ رایو، احمد ولي مسعود له ۳۹۴۲ رایو، شهاب حکیمي له ۳۳۲۴ رایو، غلام فاروق نجرابي له ۱۶۰۶ رایو، حنیف اتمر له ۱۵۶۵ رایو او نور رحمان لېوال له ۸۶۵ رایو سره په ترتیب باندې له شپږم نه راښکته مقامونو باندې راغلي دي.
د ټاکنو کمېسیون د اعلان له مخې ټولې معتبرې رایې یې ۱ میلیون، ۸لکه، ۲۴ زره او ۴۰۱ رایې حساب شوې دي.
د پایلو د اعلان په اخر کې د ټاکنو د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، معترض نوماندان کولی شي چې په دریو ورځو کې خپل شکایتونه ورسره ثبت کړی او تر نهايي پایلو پورې به وڅېړل شي.
ولاچې ګلبدین جان ته مې زړه بدشو، د ولایت په سر یې ایله ۲۰۰۰ رایې ګټلي چې سړی تر ولایتي شورا هم نشي رسولی. له ده مې اورېدلي وو چې د افغانستان ۸۰ ٪ خلک ورسره دي، یابه دده محاسبه د آی ایس آی لخوا ایزب ته د اتیا فیصده وسلې وغلې و قروانې سهمیې له مخې وه
د 2014 کال ټاکنی نتایج او د دوهم دوره ابتدایی پایلی د اعلان
د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو ټاکنې د جوزا په ۲۴ نيټه تر سره شوې او پرون د چنګاښ په شپاړسمه يې پايلې اعلان شوې.
د ولسمشريزو دوهم پړاو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزي۵۶،۴۴ او ډاکټر عبدالله عبدالله۴۳،۵۶ سلنه رايې وړي دي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي له خپل سيال ډاکټر عبدالله وغوښتل، چې د ټاکنو پايلو ته درناوی وکړي او د موازي حکومت له خبرو دې تېر شي.
مګر دا ځل په ۲۰۱۹ کال کی
عبدالله یی نه منی او د ۷ ولایتونو بیاشمیرنی په وړاندی خنډ جوړ کړی وو چی وروسته له خپل دریځه وګرځید او خپلو پلویانو ته یی اعلان وکړ چی د کمیسیون کارکوونکو او چارواکو ته اجازه ورکړی چی د رایو بیا شمیرنه وشی نن د ۱۳۹۸ کال د مرغومی لومړی نیټه ده چی لړم د میاشتی ۶ نیټی لومړنی ابتدایی نتایج اعلان کړل
په لدی دواړو ټاکنو مخکی د لومړی ځل لپاره عبدالله د کرزی په وړاندی ورته دریځ نیولی وو مګر کله چی امریکا ورته ډالر ورکړل مخکی لدی چی دوهم رونډ ته ټاکنی لاړی شی د کرزی سره یی لیدنه وکړه او یوڅو وزیران او سفیران یی ورباندی مقرر کړل مګر په سبا یی د کرزی د بریا اعلان وکړ او د کرزی بریایی ومنله