څو ورځې وړاندې راته یوه ملګري وویل «پر ځان دې مهربان اوسه» د «مهربانۍ» په معنا پوهېدم، خو فکر مې کاوو چې کېدای شي یوازې پر بل چا سړی مهربانه وي، هېڅکله مې پر دې فکر نه و کړی چې مهرباني باید له ځانه شروع کړو، پر همدې جمله «پر ځان دې مهربانه اوسه!» مې فکر کاوو، تر هغه چې یوې ډېرې په زړه پورې پایلې ته ورسېدم؛ له ځانه مې وپوښتل «کله چې نور پر تا مهرباني وکړي او مهربانه و اوسي څه احساس کوې؟ «یو دم مې ټول وجود ګرم شو او د خوښۍ احساس مې وکړ. په همدې حال کې مې نورې پوښتنې هم په ذهن کې وپړقېدې: «کولای شم پر خپل ځان نور هم مهربانه شم تر څو له دغه خونده نور هم برخمن شم؟، څه ډول پر خپل ځان مهربانه شم؟ که پر خپل ځان مهربانه شم هغه دنیا چې زه په کې ژوند کوم، څه توپیر به وکړي؟ »که غواړئ له هغو لارو چارو څخه چې د دې پوښتنو په اړه زما په ذهن کې پیدا شوې، ځان خبر کړئ نو له ما سره د دې لیکنې تر پایه مله و اوسئ.
۱- پر خپل ځان پانګونه وکړئ
د څو دقیقو لپاره مو د خپلې خوښې کار په اړه خبرې وکړئ، دا کېدی شي ستاسو د کار په اړه د کتاب لوستل او یا هم د یوې ښکلې منظرې کتل وي. په دې ساده کار سره کولای شئ د نړۍ خلک او یا هم د خپلې شاوخوا کسان په ښه ډول سره احساس کړئ. ډاډه اوسئ چې دا ورځ به مو د نورو په پرتله ډېره په زړه پورې، له خونده ډکه او متفاوته تېره شي.
۲- کله چې له نیوکې سره مخ شوئ، د حقیقت په لټه کې شئ
د بېلګې په ډول که په دفتر کې یو څوک درته وایي «دغه کار دې سم نه دی ترسره کړی» ډېر زر له ځانه وپوښتئ «د دغه کس خبره رښتیا ده او که یې د کوم حسادت له مخې کړې ده؟» ډېر کله داسې واړه ټکي وي چې تاسو خپله یې په لیدلو نه شئ توانېدلی.
۳- له وړو خوښیو هم خوند واخلئ
سهار وختي چې کله له خوبه پاڅېږئ، د څو دقیقو لپاره په خپل ځای کې کېنئ او له ځان سره و وایاست «نن زما د خوښیو ورځ ده او هېڅ شی نه شي کولای زما څخه دا خوښئ واخلي» په خدای باور ولرئ او په ذهن کې درسره همدا جمله تکراروئ. له شک پرته به خپلې موخې ته ورسېږئ.
۴- نن شپه بې له کوم خپګان او وېرې ویده شئ
مخکې له دې چې ویده شئ، داسې یو کار ترسره کړئ چې د ورځنیو کارونو په اړه مو فکر بدل کړي، جسم ته مو اجازه ورکړئ ارام وکړي؛ دغه کارونه کېدای شي د یوه په زړه پورې کتاب لوستل وي، کېدای شي حمام کول وي او یا هم له یوه مخلص او امین کس سره خبرې کول. تل پر خپل ځان مهربانه اوسئ او د فکري ارامۍ په اړه مو فکر وکړئ.
۵- د ژوند د ښه والي لپاره مو ګام پورته کړئ
که مو دا اونۍ په سم ډول نه وي تېره شوې، هڅه وکړئ داسې لارې چارې ولټوئ چې راتلونکې اونۍ مو په ښه ډول تېره شي؛ د بېلګې په ډول د خوښې وړ جامې مو واغوندئ او یا مو هغه دوست ته یو مېسج ولیکئ، چې ډېر وخت کېږي اړیکه مو ور سره نه ده نیولې، کېدای شي ستاسو په اند دا ډېر واړه کارونه وي، خو مهمه داده، چې تاسو خپلو روا غوښتنو ته احترام ولرئ، کېدای شي همدا واړه کارونه مو د دې اونۍ د نیکمرغۍ لامل شي.
۶- په سختو ورځو کې د د ځان ملګريو و اوسئ
خپل ځان مه رټئ ځکه په دې کار سره مو یوازې خپل عزت نفس تخریبوئ او له منځه وړئ. د ځان د رټلو پر ځای د ځان لپاره نېږدئ ملګری اوسئ ، له خپله ځانه ننګه وکړئ او پر خپل ځان مهربانه اوسئ.
۷- د ځان لپاره د تفریح زنګ په پام کې ونیسئ.
لږ تر لږه د ورځې یوازې درې دقیقې وخت مو د ځان لپاره په پام کې ونیسئ. کتاب، فلم او یا همداسې یوه موضوع، چې ستاسو په اند خوشاله ولای موشي، ځان پرې خوشاله کړئ، ما خپله هم دغه تجربه د ډېر وخت لپاره کارولې ده، بې له شکه، چې د پام وړ څه مې ترې تر لاسه کړي هم دي.
۸- مه هېروئ، چې راتلونکې ستاسو په لاس کې ده.
د مثبت بدلون لپاره هېڅکله هم ناوخته نه دی؛ ډېر کله موږ د تېر په اړه فکر کوو، په داسې حال کې هغه څه چې له لاسه مو ورکړي، وخت پرې تېرشوی بیا لاسته نه راځي. د دې پر ځای ښه ده، چې د خپلو د نوو موخو په اړه فکر وکړئ، چې کومه موخه مو کولای شي ښه راتلونکې در په برخه کړي. په دې اړه فکر وکړئ چې پاتې عمر مو څه ډول تېر کړئ؟. کومې ستونزې مو په مخ کې دي او څنګه کولای شئ ترې د وتلو لاره پیدا کړئ او پرې بریالي شئ؟ د داسې څه په اړه فکر وکړئ چې څنګه کولای شم خپلې موخې ته یو قدم نور هم نږدې شم؟ یو قدم نن واخلئ او یو هم سبا.
۹- ځان ته و وایاست چې ولې له پر ځان مهربانه یاست
کله چې پر دې پوه شوئ چې ولې پر خپل ځان مهربانه یاست، نو مهرباني به مو دوه برابره کړئ. هره ورځ پر خپل ځان د مهربانۍ لپاره وخت ځانګړی کړئ. دغه چاره د دې لامل ګرځي چې پر خپل نفس او ځان باندې باور پیدا کړئ او لا هڅاند شئ.