زما کوټه د کور په دویم منزل کې ښي لاس ته وه۰
له مستطیل شکلې لویې کرکۍ مې ټوله حویلۍ ښکاریده۰
د کړکۍ پرده له ډیرې مودې راهیسې راښکته وه۰
د جدي وروستۍ هفته په ختمیدو وه خو لومړۍ واوره په ایله کې پرون شپه وریدلې وه۰
سهار چې له خوبه را پاڅېدم اول مې پرده کش کړه۰
حویلۍ له دویم منزله د شیدو د دریاب غوندې ښکارېده۰
د مني د وچ پوست نخښه نه وه پاتې۰
د خاورو سپېره بړستنه سپینه شوې وه۰
د پلار جیګري کرولا هم سپین ټیکری په سر و۰
د حویلۍ د دیوالونو سپینو مرمرو توجه نه جلبوله. ته وا د واورې د بې عیببه مخ په لیدو له ځانه شرمیږي او مخ پټوي۰
لمر داسې روښانه او معصوم ښکارېده لکه د پیدایښت لومړۍ ورځ چې یې همدا نن وي ۰
ځلانده لمر د واورې په ټټر داسې پروت و لکه د ناوې په سپین کمیس باندې پرته طلا۰
آسمان یې ته وا په هماغې رنګې رنګولی و چې ما به په کوچینوالي ورباندې اسمان رسامي کاوه: تېز آبي.
په حویلۍ کې نه د ګلانو کومه نخښه لیدل کیده، نه د بوټو خو طبیعت پوره ژوندی وه۰
کړکۍ مې پرانیسته، ژوره ساه مې وایسته۰
یخې هوا مې د مخ په ګرم او نازک پوست حملې شروع کړې۰
کړکۍ مې بنده کړه۰
د کړکۍ په طاقچه کې کښیناستم۰
د واورې مخ د ښیښې له شا رابلونکی او مقدس ښکاریده خو له نږدې یې زړه ډیر سوړ و۰
پیاله مې ډکه کړه تور چای په تورې پیالې کې ورک شو۰غوړپ مې کړ، زړه یې را تود کړ۰
د ناوې د سپین کمیس او طلا تر مېنځ یې د ښایست سیالي روانه وه۰