بګړۍ، لونګۍ یا لنګوټه د افغانانو لپاره لومړی سنت او بیا قوي او پخوانی عرف دی. مګر اوس دا رواج راغلی، چي نږدې هره غونډه کي مېلمنو ته پر خولۍ تړل سوي لنګۍ د ډالۍ په ډول پر سر ورکول کیږي. دا کار په دې موخه را پیل سوو، چي افغانانو کي بګړۍ یو د عزت او وقار څیز دی. موخه داوه چي په دې ډول غونډه کي د مېلمنو زیاته معنوي ستاینه او قدرونه وسي.

خو دا کار دومره زیات او عام سو، چي یو وخت یې غونډه کي بهرنیانو ته هم د ویاړ بګړۍ ور پر سر کړې او اوس هم اکثره غونډو کي بګړۍ ورکړه عامه، عادي او حتمي خبره ده.

زه د دې کار سره جوړ نه یم. په لاندي دلایلو:

لومړی: لونګۍ ټولي له پاکستانه راځي، موږ په لوی لاس بهرني تولید ته مارکیټ پیدا کړی. که د ټول کال هغه لونګۍ، چي په غونډو کي د ډالۍ په ډول وېشل سوي سره جمع کړو او بیا یې رقم را وباسو ، نو حیران به مو کړي، چي څومره زیاتي پیسې موږ یوازي د لونګیو په رانیولو پاکستان ته ګټه رسولې.

دوهم: لونګي (بګړۍ) که په خاصو او ځانګړو حالاتو کي، په رښتیا یو داسي کس ته ور په سر سي، چي ددې بګړۍ د ور پر سر کولو تاریخي وقار او عزت ساتلو تر څنګ ورته یو لړ ټولنیز مسولیتونه هم و سپارل سي، غوره ده. مګر په دومره زیاته کچه په هره غونډه کي خلکو ته لونګۍ ور پر سر کول، د بګړۍ هغه درنښت او ارزښت ټیټوي، لکه اوس.

دریم: په غونډو کي ډیرو کسانو ته بګړۍ ور کول کیږي، مشر، کشر پکي ورک وی. فعال او غیر فعال، استاد او شاګرد. لنډه دا چي د هر چا په سر وي، د دستار هغه مقام خو پیکه سو، ورسره د دستار سړي هم پکي ورک سوه. تر ډېره بګړۍ هغه چاته ورکول کیږي، چي هغه یې په دایمي ډول د تړلو عادت نلري. ماته خپله د مخالفت سره سره ګڼو غوڼدو کي لونګۍ را کول سوي. دا چي زه یې د تړلو عادي نه یم، ټولي مي نورو ته ورکړي دي.

څه فایده؟ اصل ګټه یې پاکستان ته رسیږي، موږ ته یوازي دا خبره راپاتیږي، چي پلانۍ غونډي کي دومره لونګۍ ووېشل سوې.

څه وکړو؟

هغه لونګۍ، چي غونډو کي د ډالۍ په ډول ورکول کیږي، تر ډېره ټیټ کیفیته او ټیټ قیمته وي، چي د یوې دانې بیه له درې سوه تر څلور سوه افغانۍ رسیږي.

زما په نظر ددې تر ټولو ښه بدیل، په هلمند کي د روخام له ډبري څخه جوړ ښکلي او ارزښتمن توکي دي، چي په همدومره پیسو یو نه یو څیز را نیول کیدای سي.

ښه نو د دې ګټي به څه وي؟

لومړی: ګټه به یې خپلو خلکو، خپل هیوا داو فابریکې ته رسېدلې وي. هغه پیسې، چي موږ یې د لونګۍ رانیولو په بدل کي پاکستان ته ورکوو، هغه به دلته هیواد کي پاته کیږي.

دوهم: دهیواد تولید به ورسره و غوړیږي. فابریکه چي ډير پلور ولري، ډیر تولید کوي او ورسره ډیر کسان په کار ګمارل کیږي.

دریم: د روخام ډبري لوښي، په رښتیا یوه ښکلې مادي ډالۍ ده. هر څوک هیله لري چي تر لاسه یې کړي او کور کي یې المارۍ کي په دې نیت کښېږدي، چي هر ځل ورته ګوري روحیه اخلي. یاني دا توکی پاته کېدونکی دی. بلکه لونګۍ غوندي، ورکیدونکی او هیریدونکی شی نه دی.

څلورم: موږ کولای سو، پر هغه توکي دخپلي اداري نوم، د غوندي عنوان او یا بل هغه څه ولیکو، چي رسول یې زموږ هدف وي. دا بهترین کمپاین دی. تر څو چي دا توکي د چا سره موجود وي. ستاسو تبلیغات او د غونډي اسرات موجوددي.

پنځم: د روخام لوښي، مشر او کشر نه غواړي، ځکه دا یو مادي څیز دی، هیڅوک اعتراض نلري، مشر ته چي ورکړل سوه، نو کشر ته دي نه ورکول کیږي.

شپږم: د خپل هیواد سره به مو مینه په عمل کي ثابته کړې وي. کولای سی، په هم هغه غونډه کي د خپل هیواد د تولیداتو د کاروني په باب هم سپارښتنه وکړئ، ښايي چي موثریت یې زیات او ډیری وګړي درنه دا الهام او روحیه واخلي.

په نورو سیمو او ولایتونو کي به هم یو نه یو داسي څه موجود وي، چي د هغه ځای خپل تولید وي، ښايي چي هم هغه په ډالۍ کي ورکړي، نه لونګۍ.

د لونګۍ پر ځای د خپلي ډالۍ د ورکړي په هیله

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۷) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۱۳\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *