عام شاعران هغه دي، چې د نورو خبرې تکراروي. نه نوې خبره کوي، نه نوى شاعرانه ترکيب کاروي.
د لوى شاعر تعريفونه ډېر شوي:
يو يې هغه شاعر لوى بللى، چې عالي فکر ولري. د فکر خبره لږه درنه ده. که يو شاعر ښه فلسفي او اخلاقي خبره کړې وي، خو د شاعرۍ معيارونه يې پوره کړي نه وي، هغه ته به څنګه لوى شاعر وايو؟ تر دې خو يې چې نثر ليکلى واى، ښه به واى، ځکه نثر د فکر د څرګندولو اسانه او پراخه ډګر دى.
دوه، کوم شاعر چې د کلمو ظاهري ښکلا او سينګار ته ډېر پام کوي، هغه ښه شاعر دى، خو شاعري تشه لفاظي نه ده، خبرې هم دي.
پر دې بنسټ ښه شاعر هغه دى، چې د الفاظو پر لوبولو او نزاکت هم پوه وي او نوې خبرې هم ورسره وي. که دا خبره اخلاقي وي، که عشقي او که بله، خو چې يوه تجربه وي او په اړونده موضوع کې ورسره يو فکر مل وي.
خو بيا هم د لوى شاعر مساله حل نه شو. لوى شاعر تر ښه شاعر- چې نوې خبره ورسره وي او پر الفاظو برلاسى وي- لوى دى.
لوى شاعر هغه دى، چې د شيانو، پديدو، کلمو او موضوعاتو په اړه د خلکو تصور بدل کړي.
د شيانو او پديدو په اړه د يوه قوم په قومي ذهنيت کې د هنرمنو لاس وي. مثلا: موږ چې نړۍ ته پر علمي سربېره له کومې ذوقي زاويې ګورو، هغه زموږ هنر موږ ته راکړى.
د شيانو په اړه د يوه قوم دا تصور رنګارنګ وي، خو عموما په ښه او بد تصور يې ويشلاى شو. مطلب موږ چې له شيانو سره مينه يا نفرت کوو، په دې کې زموږ د هنرونو لاس دى.
دا تصور د يو دوه شاعرانو کار نه وي، بلکې شاعري هم پکې يواځې نه وي، نور هنرونه لکه انځورګري، مجسمه سازي او… هم ورسره غاړه وي.
د دې تصور د پيدايښت وخت هم بېخي معلوم نه وي، خو عامېدا يې ښايي پېړۍ ونيسي. يعنې د ورځې دوه خبره نه ده، چې يو قوم دې د خپل ګرچاپېره طبعيت او په ذهن کې د شتو مجردو مفاهيم تصور جوړ کړي. مثلا: يو وخت به چا دا خبره کړې وه، خو پېړۍ يې ونيولې، چې له پتنګ او بورا سره زموږ مينه پيدا شوه او لا پېړيو ته ضرورت دى، چې د بورا او پتنګ په اړه زموږ تصور بدل شي.
زموږ په ذهن کې د سپوږمۍ په تصورسازۍ کې د شاعرۍ لوى لاس دى او دا نېک او له عاطفې ډک چلند اوس هم ورسره کوو.
مطلب دادى، چې د پديدو په اړه چې د يوه پنځګر تصور په ولس کې عامېږي، ډېر وخت اخلي، خو دا خبره ثابته ده، چې هنرمن پکې لاس لري.
لوى شاعر د پېړيو دا فاصله رالنډه کړي. د پديدو په اړه د خلکو تصور بدل کړي.
په پښتو کې خوشال ځکه لوى شاعر بولو، چې د دې تصور په بدلون کې يې مرسته وکړه. هندي سبک هم ځکه خوند راکوي، چې په دې تصور کې يې لاس وواهه.
که خپله پخوانۍ او اوسنۍ شاعري سره پرتله کړو، د شيانو او موضوعاتو د تصور د بدلون ډېرې بېلګې به پکې پيدا کړو. پخوانۍ شاعرۍ کې له لمر سره عاطفي چلند نه کېده، مطلب لمر تقريبا په منفي تصور کې شامل و. ښايي، د دې منفي تصور يو لامل دا وي، چې د پښتو کلاسيکه شاعري زياتره د ګرمو سيمو زېږنده ده او په تودو سيمو کې له لمر سره مينه نه، دښمني کېږي. شيدا وايي:
د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو
خو په اوسنۍ شاعرۍ کې د (لمرمخي، لمر، لمر او…) تشبهيات، استعارې او سمبولونه ډېر پيدا کولاى شو.
ښه شاعر هغه دى، چې د يوه تيار جوړ(زوړ) تصور لپاره نوى هنري دليل پيدا کړي. مثلا: پخوا رقيب يا مچ و، يا مار يا بل، خو اوس مثلا تندر شي يا ګيدړ شي.
خو لوى شاعر هغه دى، چې ګرد سره له رقيب سره د دښمنۍ دا تصور بدل کړي.
پخوانو شاعرانو د يار د نظر له غشي او د بڼو له زخمه شکايت کاوه، خو سعود يې د ځان او د يار ترمنځ يو خوږ تړون بولي:
يو وجود ته د بل شتون و بس چې مات شو
زخم څه و؟ يو تړون و بس چې مات شو
په پخوانۍ شاعرۍ کې تيارې له جهل سره د مشبه به په توګه راغلې او له تيارو نه يې زموږ کرکه پيدا کړې. پرخلاف يې شمع، رڼا او سهار د علم مشبه به کړي او د دوى د ستاينې لپاره يې غريبه شپه او تياره د خلکو په نظر کې منفورې کړې، خو شاه سعود د شپې او تيارې په اړه موږ د خپل تصور بدلون ته رابللي يو:
وخته مزدوران دې په کارونو ستړي شوي دي
شمع درنه ورځ غواړي، هېنداره درنه شپه غواړي
د پديدو په اړه د يوه شاعر نوى تصور ښايي ژر عام نه شي، وخت واخلي، خو لومړى بدلون په شاعرۍ کې راولي. نوي لوري ته يې مخه کوي او داسې چې نور شاعران راټوکېږي، هغوى هم نويو تصوراتو ته ځير کېږي. مطلب، لومړى زموږ د شاعرۍ د نوښت لپاره دا ډول نوې تجربې پکار دي.
لکه سعود چې وايي، چې شمع ورځ او هېنداره شپه غواړى، دغسې شاعري له موږه نوى تصور غواړي، چې د عام فکر پرخلاف پکې له شيانو سره عاطفي تړاو بدل وي. داسې به نو پر تصور هم د فورموليستانو نظريه پلې شي، چې ادب د عادي(دود) تصور غير عادي کول(نوښت) دي.
د شاعرۍ نړۍ له عامې نړۍ توپير لري. رغښتوال(سټرکچرليسټ) يې خپلواک نظام بولي، چې شاعر پکې يواځې وسيله وي، چې د شاعرۍ له چينې نه لپه راډکه کړي. پر دې بنسټ ځمکني قوانين پر شاعرۍ ډېر نه عملي کېږي. په عام ژوند کې به خلک له يوه څيزه کرکه کوي، خو په شاعرۍ کې به ورسره د شاعر عاطفي تړاو وي.
لوى شاعر چې د تصوراتو په بدلون ګوتي پورې کړي، دوديزه کره کتنه يې مخالفت ته لاس واچوي، خو ورو ورو سره بلد شي او بيا د دې شاعرۍ معيارونه پر راروانو شعرونو تطبيقوي. مطلب لوى ادب ادبي تيورۍ او ادبي کره کتنې ته هم اۤرونو وضع کوي. د شعر و نثر شته معيارونه د همدې لويو ادبياتو زېږنده دي، چې ىو وخت يې دوديز اصول مات کړي او اوسني اصول يې جوړ کړي.