نه د جرم تعريف شته نه د سزا دارونه؛ ځکه خو چې هرچا هرڅه وويل او په هرچا یې ورودانګل عیب- خیانت او ګناه نه ګڼل کېږي. په افغانستان کې تر دفترونو او د لويو خلکو تر کورونو اغزن سيمونه تاو دي، خو تر ملي ارزښتونو تاو سرې کرښې ورانې ويجاړې شوې. د نظام دښمنان نظام ته تر جعلي او فرعي سوړو ورننوځي. په دغسې شرایطو کې چې له منځه خثی نظام په ظاهره هرڅه مزين وي، د ښه سبا په اړه یې تمه عوام فريبي او ځان فريبي ده.

له نړيوالو سره د خپل ديپلوماتيک هويت د تثبيت په کش و ګير په داسې وخت کېوتي يو، چې نه له پارلمان څخه د افغانستان د خودمختارۍ او نه له حکومت څخه د مستحکم دريځ مستقله نعره بدرګه کېږي. په داسې حالاتو کې د افغانستان سياسي نماينده ګي حتی په کابل کې د مېشتو سفيرانو پر وړاندې افغاني نه بلکې فردي، استخباراتي او غرضي شوې ده.

په بهرنيو چارو وزارت کې د پاکستان د ډېسک مدير همهغه هېواد ته په جاسوسۍ بدنام شو، د حزب وحدت په څېر د يو سياسي ګوند د رهبرۍ شورا غړی يو ګاونډي هېواد ته د محرمو اسنادو په انتقال لاس په لستوڼي ګير شو؛ که څوک وپوښتي چې ددې ښاغلو سره قانون څه وکړل، ځواب دادی چې سرې سترګې ګرځي؛ ځکه نو افغانستان د دېرش ميلیونه خپلسرو وطن دی، چې هر فرد د هر څه کولو- هرڅه ویلو لپاره د خودمختاره پاچا په توګه عمل کوي.

د ولسمشر د خولې خبره را اخلم چې د بلخ د والي عطامحمد نور په اړه يې کړې ده، نوموړی وايي، د بلخ والي د يوې ثانيې په ترڅ کې د توږل شوې امضا په زور راپرځولی شم، خو سبا به امريکايان ورشي وسلې به ورکړي او بغاوت ته به يې راپاڅوي، بيا به دا یو نسبي تار هم شلېدلی وي. هغه جعلي هيروګان چې ولسمشر کرزي له نېست نه هست کړل، ولس ته په څومره لوړه بيه پريوځي او چې حکومت دومره معذورشي، نو د افغانستان د واحد نظام او سياسي عزت په نامه تورې بريښول د ځان شرمولو پرته کومه بله توجیح هم لرلی شي؟

د تېرو لسو کلونو په څېر د افغانستان د ملي ارزښتونو د سپکاوي بله سخته دوره به په ټول تاريخ کې بېلګه ونلري. دغه سپکاوی د ارګ او ارګانونو، جنګسالارانو او تکنوکراتانو، قومي او مذهبي ټيکه دارانو او استخباراتي معامله ګرو ترمنځ د غرضونو او ټکرونو په ترڅ کې ملت او وطن ته اوښتی دی. کله چې څوک وغواړي ارګ ته زور وښيي ملي نواميسو او ارزښتونو ته ټک ورکړي، کله چې څوک وغواړي په حکومت کې خپل حريف وګواښي په سرو کرښو راوخېژي او له بده مرغه حکومت هم ټول وخت له خپلو دلۍ عوارضو او عيبونو سره د ملي ارزښتونو تر شا پنا اخستې ده. ميرویس ياسيني لويې او عنعنوي جرګې ته واژه مردود وايي، ښاغلی دا جراُت ځکه کوي، چې له ولسمشر سره يخن ته يې لاس نه رسېږي. د ولسمشر او ميرويس ياسيني د سياسي ګټو بيه داده چې د تاريخ يو ملي ارزښت چې په برکت يې کرزی د ارګ او یاسيني د پارلمان په لومړي منصب ناست دي، برباديږي او مردود شمېرل کېږي.

ښايي وېره داوي چې کرزی د واک غځولو لپاره لويه جرګه راغواړي، ښايي چې د یاسيني غبرګون د خپل سياسي باخت وروستی غږ وي، خو ارزښتونه ، ملي چوکاټونه او مصطلاحات نشي مردودېدای، داهم افراد دي چې په خپل غلط او غير مشروع کردار سره پيښې او نتايج مردودوي. ددې پرځای چې ملي ارزښتونه مردود ګڼو ښه به وي چې افراد البته همدا په لوبه کې ښکېل افراد مردود وګڼو چې د خپلو ګټو لپاره په ملي ارزښتونو لکه د نيکه په هډونو متيازې کوي.

زموږ د نظام شيرازه اته کاله وړاندې کنډو کپره شوه، که د حکومتونو پرځای مو د یو عظيم ملت په بقا حساب کړی وای، نن به له تذکرو تر فلج واکيسينو او کانکور نتايجو جنګونه نه کېدای. هغه وخت چې يو لطيف پدرام د افغان کلمه د تابعيت شرم ګاڼه، همهغه يې وخت و، چې انګېزه په نطفه کې خنثی شوې وای، نن به ډېره سخته وي، چې حد اقل د پنځوسو پارلماني وکيلانو په مقابل کې په زور اقدام وشي، اوس به سازش کېږي، دلاساينه، عذر او د يو بل ارزښت په قيمت به نسبي ارزښت ته نجات ورکوو. نن په تذکرو کې د قوم نوم ليکلو ترشا د لښکرو او واليانو دريځ تش مثال ندی ترشا يې بلا خونړي داستانونه او د تجزيې دلايل پراته دي.

دا حکومت چې سرپل ته د قانون پرځای د جنرال دوستم په سفارش والي ليږلی اوس به يې د جنرال دوستم په غوښتنه لرې کوي هم، ګني ځواب يې همدا مظاهرې وي، چې د نظام بنسټ لړزوي.

داسې يو حکومت لس کاله د سياسي نظام نماينده ګي وکړه، چې تر رعيت زيات جاسوسان د سر کار له ذاته ثابت شول، داسې يو دولت سزا ګانې او مقررات ټاکي چې نايبان يې په ارزښتونو څه چې په ملت باور نلري. ملت دداسې اشخاصو په جايداد بدليدونکی دی، چې په يوه قواله يې بايبادوي او شاته به هم راونه ګوري. ملت د حکومت د سر خير غواړي خپل انجام نه ګوري، مدني جريانونه او په اصطلاحاتو مينان لاهم موقع ته ګوري، چې د زورورو به زور اوبه شي او بيا به دوی په خالي میدان اسان وځغلوي.

له محور ورځپاڼې په مننې.

3 thoughts on “لويه جرګه، مردوده واژه/ اباسين بريال”
  1. زه له دینه یوه لنډه پوښتنه کوم هغه دا چی ستا په یادیږی یاسینی صیبه چی په پیښور کی دی پاکستانیانو ته دی افغانی پاسپورتونه جوړول او خارج ته دی لیږل ته هغه خاین یی چی د افغانستان نه دی پاسپورتونه وړی وه او بیا دی هلته د هغی له مخی جعالی پاسپورتونه جوړ کړی وو ته څه حق لری چی دافغانستان د راتلونکی په اړه غږیږی او له ځانه یو با احساسه افغان ښایی تو لعنت دی پر تا وی

  2. زه فکر کوم چی دا د یوو لوی امتحانی او ازموینی وخت دی . د سید انور سعادتی او احمد بهزاد توهین په رښتیا سره پښتنو ته د منلو وړنه دی، له هغه سره باید قانونی او حقوقی برخورد وشی نه سیاسی. کله چی په یوه هنری فلم کی د هزاره قوم په نوم یوه پنجشیری توهین وکړ هغه فلم یی له نشر او خپرولو منع کړ . په کوم تاریخی اثر کی چی د یوه قوم په باب سپکی خبری شوی وی نو مولفین له کاره لری شول .
    اوس د هیواد د وکیلانو تاریخی دنده ده چی د داسی وکیلانو دندی تعلیق او د دوی د توهین او سپکاوی تور عدلی مراجعوته وسپارل شی . دا عادی خبری او جرم نه دی ، دا یو تاریخی سپکاوی او خیانت دی چی د هغه له خبرو د تفرقی او وینی تویدلو بوی را ځی نو د هغه جرم هم د ملی خیانت په تور باید بررسی شی. ستاسو احساسات د قدر وړ دی خو برخورد باید احساساتی نه وی بلکه هر قدم او خبره مو باید چی په هوښیاری سره واخیستل شی او بل قوم یا چاته توهین پکی ونه شی.

  3. To all larawbar real Afghans salamoona
    Thanks lots Mr Abasen Barial for writing such an informative article which is included the politician’s illegal expression and not respect the country constitution and Jirga.
    In my opinion yaseeni have to take to court for investigation for abusing a national assembly name (loya Jirga)loya Jirga is a protection symbol by which many time Afghanistan have been rescued and the people of this country lived independently but unfortunately neighbor countries direct involved in our secret departments of governments trying to deprive us from these type national symbol so in current situation very hard to prosecute these type people such as yaseeni, really traitor latif padarm even dostam and Atta who is trying to divide Afghanistan in ethnic bases.
    Taliban who want the afghan people especially Pashtun to be illiterate, uneducated and beggars because they are working for others destructive people not for afghan people, every one knows that they want to destroy the Pashtun nation.
    Wish one day great nation in world again.
    Mohammad Arif Haleemy
    South Australia

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *