عام خلک وايی چې هوښیار مخکې له خبرې فکر کوي او بې عقله وروسته ….
بل ځای متل کوي چې خپله خوله هم کلا ده هم بلا! یعني داچې خبرې اوکلمات خپل قوت او اغیزه لري او باید په ځای وکارول شي.


داچې په ټولنیز ژوند کې انسانان باید څنګه وي او څه وکړي، زموږ د  نني بحث موضوع نه ده.


غواړم  د اوس لپاره یوازې په هغه ګروپ متمرکز شم چې زموږ په نني سیاسي ژوند کې ځني د شنونکو په نوم، ځني د کارشناسانو په نوم او ځني د اوسني حکومت د اپوزیسیون په نوم په غونډو او رسنیزو بحثونو کې برخه اخلي او نظرونه وړاندي کوي.

کله چې يو څوک په يو رسنیز بحث کې خبرې کوي نو پوهیږي چې اواز يی د افغانستان  په ګوټ ګوټ کې د میلیونونو خلکو غوږونو ته رسیږي. د میلیونو خلکو په منځ کې لوستي ، کم لوستي او نالوستي خلک شته. دغه خبرې ښايی په ډیرو ښه ولګيږي ، په ډیرو بدې. ځني چې نالوستي دي  او خپل مستقل تحلیل فکر او تحلیل نه لري، کیدای شي په اسانۍ تر اغیزې لاندې راشي. نو له همدې کبله، سلیم عقل دا ایجابوي چې هره کلمه چې له خولې راوځي باید منطقي، مسولانه او په حقایقو ولاړه وي.

خو ایا زموږ مبصرین چې نن ورځ بحثونو ته غوښتل کيږي، دغه رسالت سرته رسوي؟ ایا هغوی هلته د اصلاح لپاره خبرې کوي که د تخریب لپاره؟ په دغو ډیرو کسانو کې له بده مرغه خنی یوازې د شخصي او ګروپي ګتو لپاره خولې پرانیزي. ځني يی سمتي او ژبنۍ ناروغۍ لري او ځني له دې خاطره چې د دغه يا هاغه ټیم په ګټه يی په انتخاباتو کې کمپاین کړی و او اوس ونډه نه ده ورکړل شوې، خپلې عقدې تشوي.


دوی په قصدي ډول دروغ وايي، بې ثبوته اتهامات لګوي، اخطارونه ورکوي….او نور نور.


د دغو مبصرینو یو شمېر په ډلو ټپلو پورې تړلی دی او ځنی رسنۍ هم چې بې پرې نه دي او د همدغو ډلو ټپلو په خدمت کې دي، په هدفي ډول هغه اشخاص راغواړي چې د تخریبي ویناوو استعداد لري. دوی ته دا مهمه نه ده چې دغه ډول غیرمسولې څرګندونې د هیواد میلیونونه خلک اوري او کیدای شي د ولس او هیواد لپاره بدې پایلې ولري.


د دغو مبصرینو له جملې یوه بله برخه بیا داسې اشخاص دي چې په شعوري یا غیرشعوري ډول په طوطیوي تیوریو کې غرق شوي دي. دوی هرې لوېې وړې مسلې ته د دغه يا هغه هیواد د پروژې یا لوبې نوم ورکوي.  دوی ته ګاوڼدي هیوادونه حتی په نظر کې نه ورځي او داسې په لوړه هوا کې خبرې کوي چې ګوندې پاکستان او ایران هیڅکاره نه دي او دا ملکونه د لويديځ  وسایل دي.دوی په بحث کې سمدستي لويديځ او امریکا ته ټوپ وهي.

افغانستان اشغال دی…..داعش د امریکا پروژه ده….ارګ د داعش ملاتړ کوي…. په شمال کې طالبان ځای په ځای کول د حکومت پلان دی…. په افغانستان کې جګړه توده ساتل د امریکا لوبه ده….. د نیویارک د برجونو نړول د امریکا د حکومت پروژه وه….  او همداسې په لسګونو نور… خو که له همدغو ښاغلو وپوښتې چې دا او هغه پروژه د کومو دلایلو په اساس؟ ګټې يی  ورته څه دي؟ منطق يی څه دي؟ او ولي دغه پروژه په دغه یا هغه شکل مخ ته بیايی؟ نو علمي او منطقي خواب نه لري!


له بده مرغه داخبرې د سرک په سر د یو عادي لاروي د خولې نه دي چې څوک پرې سر ونه ګروي. داخبرې داسې کسان کوي چې په حقه یا ناحقه یي اوس يو ډول شهرت ترلاسه کړی دی چې هغه د پیسو په اساس، د لنډغرۍ د لارې او یا په سیاست کې د اوږده وخت د د خالت په اساس.


هو پروژۍ به هم وي خو د هرې پروژې شاته یومنطق وي. په افغانستان کې د پاکستان پروژې په منطق او دلیل تشریح کیدلای شي. د ایران مداخله خپل تشریح کیدونکي عوامل لري…


داچې امریکا خپل برجونه پخپله نړوي او دري زره کسان وژني…افغانستان د ۴۰ هیوادونو سره په مشارکت اشغالوي…داعش او القاعده سره هم جګړه کوي او هم يی ملاتړ کوي… مشکله  ده چې باور شي او سلیم عقل يی ومني.
خو اوس پوښتنه داده چې په اوسنیو جنګي شرایطو کې د داسې نظریاتو وړاندي کول چې نه منطق لري او نه ثبوت  او د خلکو ذهنونه مغشوشوي، سم کار دی؟


فکر وکړی کله چې زموږ سرتیري د جګړې په ډګر کې د داعش او طالب په مقابل کې سرښندنه کوي، ټپي کيږي او شهیدانیږي او بیا د تلویزیون له لارې د یو مبصر له خولې واوري چې خپل حکومت يې، د کوم لپاره چې جنګیږي، د طالب یا داعش ملاتړی دی، نو په کوم احساس به جګړه وکړي؟ که ته ورته ووايی چې دا امریکا او متحدین يی چې دلته دي دا دوستان نه بلکې پروژه لري او افغانستان يی اشغال کړی دی، نو هغه به څنګه د وسله والو طالبانو او داعش په ضد جګړه وکړي؟ د هغه کورنۍ به څه فکر وکړي چې اولاد يی د چا د پاره ژوند قربانوي؟


زموږ ټولنه  په عموم کې نالوستي ده ، سرتیري مو هم زیات نالوستي دي او د دغو تبلیغاتو ترمستقیم تاثیرلاندې راځي….ځوانان مو په امنیتي قواو کې د ګډون څخه ډډه کوي، او ډیر یی د همدې مغشوشو تبلیغاتو له وجې لويديځو هیوادونو ته په تېښته دي.


د داسي منفي او بې مسولیته نظریاتو خپرول چې نه ثبوت لري او نه منطق، د دښمن سره ښکاره مرسته او د هیواد سره ستر خیانت دی. داسې نظریات که په سوله ایزو شرایطو کې وي نو دومره تاثیر نلري، خو د جګړې په شرایطو کې ډیرې بدې پایلې لري.


نیوکه باید اصلاحي وي او هغه څوک نیوکه وکړي چې د حل لاره هم پېژني. تور لګول باید د ثبوت وړ وي او که نه لکه په نورو پرمختللو هیوادونو کې، تور لګونکی باید د خپل تور ځواب ورکونکی وي. دروغ ویل  خیانت او د بیان ازادي نه ده.


خیانت کونکی باید د قانون له مخې مجازات شي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *