((موږ ته د لوټ او تالان عادتونه له پخوانو په ميراث پاتې دي، چې البته يوڅه مو بڼه ور بدله کړې او اصلاح مو پکې راوستې ده . لوټ او تالان پخوا هم د ټولنې په خلاف جرم نه ګڼل کېده او اوس هم نه ګڼل کيږي . ))
دغه پاسنۍ خبره د (تاريخ سبقونه ) کتاب نه را نقل شوې ده ، پدې کرښو کې تاسې د لوټ او تالان په اړه د مبارک علي خبره ولوسته . لوټ او تالان موږ او تاسې ټول پېژنو او ځکه يې پېژنو چې ټول عمر ورسره لاس او ګرېوان يو، دا هغه بلا ده چې نه مو پر مختګ ته پرېږي او نه د فکر اظهار ته، دې بلا دومره ځپلي يو چې کلونه کلونه نور به هم په خپلو پښو د تلو جوګه نشو.
لوټ هم خپله اندازه او حد لري پخوا به چې دوه لښکرې سره مخامخ شوې د بريالۍ خوا عسکرو به دا جواز درلود چې د ناکام لوري مالونه لوټ کړي که به عسکرو ته د لوټ او تالان اجازه ورنکړل شوه نو چا عسکري نه کوله. خو د نن ورځې لوټ او تالان تر پخوا زيات وحشتناک او بد دی. د نن ورځې لوټمار کټ مټ هغه چينجيو ته ورته دي لکه په يوه خوساشوي جسد کې چې ليدل کيږي. د خوسا جسد له چينجو سره دا غم وي چې څنګه خپله خېټه ډکه کړي، خو له بنيادم خوړونکي سره يې توپير دادی چې دی په خپلو نورو هم نوعو غرض نلري مګر زموږ د ټولنې لوټماره بنيادمان نه يوازې ملي ګټي تر پښو لاندې کوي بلکې په وژنو، ترور، غلاوو … او نورو خيانتونو هم صرفه نه کوي .
په افغاني ټولنه کې د لوټمارۍ نوي چلونه او هنرونه نن سبا رواج دي مثلا چاچې زيات فساد کړی وي يو بل يې په اړه وايي : بلا سړی دی پدې دولت کې يې زيات پيسې پيداکړې . دغه ډول نظريي ددې لامل شوي دي چې انسان تر ځناور لا وحشي او څيرونکی معرفي کړي.
زموږ د نن ورځي چارواکي د هغه پخوانيو عسکرو په شان دي چې له لوټمارۍ پرته به يې نه غوښتل په فوځ کې داخېل شي . اوس کې والي دی که وکيل يا وزير او سفير او يا نور لوړ رتبه چارواکي ټول د خپل ځان په غم کې مړه دي او لوټ و تالان خپل حق بولي که پدې پوشي چې پدغه بست کې د بډو امکان کم دی ممکن د بل پوست په لټه کې شي . البته چې ټول نه ځينې يا اکثره يې دغه شان دي .
دلته که د بهرنيو هېوادونو په څېر له وزير کار غوښتل کېدای او حساب ورسره کېدای نو په وزارتونو به داسې جنګ نه وو ، څه وخت مخکې په لوګر کې کومې مدني ټولنې د لوګر ولايت په کوم وکيل پسې چې د کار مار او آن خپل درک يې نه وو د طنز په شکل د ورکې اعلان خپور کړی و . چې دغه کانه د ميدان وردګو له وکيلانو سره هم کېدای شي .
وايي له چانه يې پوښتنه کړې وه چې څه کار کوې ؟ مخاطب ورته ويلي ول چې له ماما سره مې مزدور يم . بيا يې ترې پوښتلي و چې ماما د څه کاره دی؟ ځواب يې ورکړی وو چې هېڅ کاره هم ندی . تاسې به ډېری داسې آمرين او رئيسان ليدلي وي چې په هېڅ هم ندي خبر کله چې رئيس وړ شخص نه وي له کارمند يې کله د کار او يا ښه کار تمه کېدای شي .دغه ډول مامورين د پيسو او واسيطو په بدل کې مقرر شوي او د دوی يوازيني اهداف لوټ او بډې وهل وي. پخوانو به متل کاوه چې ( زه د ابۍ مزدوره او ابۍ د کلي ) مګر اوس دا متل بايد داسې تعبير کړو چې موږ د ابۍ مزدوران او ابۍ د خپل جېب او پيسو. نو چې مشر د بېلارې شو له کشر به د کوم سړيتوب تمه ولرو، دلته ډېری هلکان ملکان دي او د نېکانو رنګه يې هم بده کړې ده. له هلکانو مې هدف ځوانان نه بلکې ناوړه کسان دي او ناوړه کسانو زموږ په ټولنه کې د لوټ او تالان فرهنګ يا فساد بخي روا (حلال) ګرځولی، که يې جدي مخنيوی ونشي نو د هغه لنډي په قول: بيا به جهان راپسې ګورې نه به يمه.