لرې د غره پر سر وریځې لږ رڼې ښکاریدې، خو نور اسمان تکو تورو وریځو نیولی و.

زاړه د خوړ پر ژۍ لکڼه لګولې وه. ده به یو ځل سیل ته کتل بیا به یې پر کلي نظر تیراوه. یوه ځوان پر سپین ږیري ناره کړه:

  • حاجي صاحب پام کوه اوبه ډیرې شوې

بوډا له ځوانه سترګې واړولې، غړۍ یې د خوړ پر سر لږ مخته کړه او مخامخ یې د غره پر سر رڼا ته وکتل. د خوړ ژۍ ودوړیده او خړې اوبه یې پر پښو راواوښتې.

ځوان لاس ورواچاوه، بوډا یې له مټه راکش کړ، خو اوبه د ځوان تر زنګنو ورپورته شوې. بابا بې سیکه سترګې د غره پر سر رڼا ته نیولې وې او ځوان زور واهه چې بابا لوړې ته وخیږوي.

                                                پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *