ډاکتر حبیب الله وجدي –

د مساحت له اړخه سینګاپوردنړۍله ډېروکوچینیو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. خود با کیفیته لوړو زده کړو د غوره ښونیز نظام په برکتیې د نړۍ د شتمنو هېوادونو په لیست کې غورهځای نیولی دی. دسینګاپور دغه حیرانونکی اقتصادي پرمختګ دهېواد دسوکالۍ او هوساینې سبب ګرځېدلی او «دامنیت او خوندیتوب له پلوه د نړۍ دریم غوره هېواد ګڼل شوی دی». دسینګاپور دغه اقتصادي وده او سوکاليد «پوهنی/پوهې اقتصاد» یعنې(Knowledge Economy) په اساس ولاړ ده، چې د لوړوزده کړو دښه نظام محصول دی.

په دې وروستیو کې د التی (Altai) څېړنېزې ادارې لخوا یوه څېړنه ترسره شوه، چې د افغانستان د لوړوزده کړو نظام/سیستم یې د لوړوزده کړو د محصلینو او فارغینو د ځوابونو او هیلو په تله کې ارزولی دی. په دې څېړنه کې د محصلینوله څرګندونو څخه ښکاري، چې د څو کلونو له زیار او هڅو څخه وروسته چی کله محصلین فارغ شي په دې نه پوهېږی، چېله خپلو زده کړو څخه څنګه عملي استفاده وکړي. دوی له هغو بنسټیزو مهارتونو او عملي لارو چارو له پېژندلو بې برخې دي، چېڅنګه د کارمارکېټ ته لاره پيدا کړي او د کار د مارکېټ اړتیاوې پوره کړي.

دوی د استادانو لخوا په داسې لکچر نوټونوبوخت ساتل شوي، چې اکثره یې تروخت تېر دي او د کار دمارکېټ له اړتیاوو سره لوی واټن لري. ځکه خو لازمه ده، چې دافغانستان د لوړوزده کړو چارواکي باید په خپل ستراتیژیک پلان کې ژر تر ژره کارموندنېته، چې دافغانستان اساسي ستونزه ده، جدي پاملرنه وکړي او هغه د خپل ستراتيژیک پلان محور وګرځوي. د لوړو زده کړو وزارت باید خپل درسينصاب، د استادانو روزنیز پروګرامونه او د پوهنتونونو د لا غوره مدېریت لپاره داسې عملي پالیسۍ ګانې په کار واچوي، چې د کارموندنې په محورڅرخېږي. زموږ ځوانان بایدله پوهنتونونو څخه له فراغت نه وروسته داسېوړتیاوې او استعدادونه ولري، چې هم خپل ځان ته کار پیدا کړي او هم د خپلو مهارتونو او نوښتونو په برکت د افغانستان د کار مارکېټ اړتیاوې پوره او په هغو کې لا ډېره پراختیا راولي ترڅو نورو ډېرو بې کاره ځوانانوته کاريفرصتونه مساعده شي. څرنګه چې فقرپه اسلامي فلسفه کې د ایمان خطر بلل شوی دی زموږ مسلمانان ځوانان باید ددې ګواښ په له منځه وړلو کې خپل مسؤولیت ادا کړي.

 ښه مهارتونه او عملي زده کړېد ځوانانو لپاره په هېواد کېدننه او بهر کاريفرصتونه ډېروي، چی دا کار د بې روزګاره ځوانانو ناهیلی لرې کوي او د هغوی ځواک په خوځښت او حرکت راولي او دوی د روابطو، د رشوتونو او بې عدالتیو د کرغېړن کلتور پرځای سالمې سیالۍ ته هڅوي. هیله من یم، چی دافغانستان نوی حکومت دافغانستان د لوړوزده کړو نظام ته جدي پاملرنه وکړي.

0 thoughts on “لوړې زده کړې د کارموندنې په محور”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *