څومره چې د انسان پوهه ډېرېږي، باید لوړ خیالونه او ژور فکرونه یې په فکر کې پیداشي.

د لوړو خیالونواو ژورو فکرونو پواسطه ټولنې ته لوړ لوړ خدمتونه وکړي.

اسمان ډېر لوړ دی، بارانونه ورنه کېږي، ځمکې خړوبوي او ټول خلک بیا د ځمکو نه استفاده کوي.

د غلو، دانو او میوو لامل باران او اوبه دي او ددې لامل پاس اسمان دی.

غرونه، لمنې، ډاګونه، سمې او نور ……. ددې بارانونو پواسطه شنې کېږي.

لمر هم لوړ موقعیت لري او د ټول ولس لپاره ډېر ګټور تمامېږي.که سپوږمۍ ته وګورو، چې په ختلو یې ټوله شپه رڼا وي او شپه بیا د استراحت لپاره یو ښه وخت دی.

1اسمان، لمر او سپوږمۍ، چې نه عقل لري، نه پوهه لري او نه د انسان په ډول اشرف المخلوقات دی، د ولس خدمت کوي او داسې فکرکوي، چې موږ د انسانانو او نورو طبیعي توکو پورته یو او دوی زموږ لاندې پراته دي، باید خدمت یې وکړو.

د غرونو لوړې څوکې ښکلې او پاکه اب وهوا لري. د سیندونو او نورواوبو سرچینه له همدې څوکو نه وي، چې بیا د خلکو لپاره د ژوند موقع برابروي.

د هر شي په لوړوالي کې باید لوی حکمت پروت وي او له ځانه پر ټیټو باندې رحم د دوی وظیفه ده.

دلته دی، چې د ډېرو عقلمندو انسانانو نه دغه بې عقله طبیعي توکي د ولس په فکر او خدمت کې دي او د ډېرو پوهو انسانانو نه دغه ناپوهه، بیعقله، بیفکره اوبي ژبې توکي ډېر بهتره دي.

ولې مونن د ټولنې ډېر پوه انسانان د خدمت په فکر کې نه دي او د ملک د بربادۍ لامل پخپله دوی دي؟ ولې مو ډېر تحصیل کوونکي پر حرامو اخته او هېځ ډول د خدمت په فکر کې نه دي؟

سیدجماالدین افغان وایي: ( که چېرې یو انسان هر څومره ډېر تعلیم او تحصیل وکړي، خو که عقیدوي او اصلاحي برخه یې کمزورې وي، هېڅکله هم خپلې ټولنې او ځان ته خدمت نه شي کولای.)

رښتیا چې ننني ډېر تحصیل کوونکي او پوه کسان مو پر حرامو اخته او د خدمت په فکر کې نه دي، دوی کمزورې عقیدې لري او تر اوسه پورې د اصلي ژوند پر معنا نه دي پوه شوي.

ولې مو د ولس غم، درد، ستونزې، کړاوونه او نور ……. خپل درد نه ګڼو؟ ولې مو احساسات مړه شوي دي؟ ولې د خدمت په فکر کې نه یو؟

ځکه چې رښتیني احساسات او عاطفه نه لرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *