په اسلام کې د ولور لوړ حد نه دی تعین سوی دا ځکه چې د انسان کرامت ته درناوی سوی، خو په ځینو سیمو کې  خلک له دې نه ناوړه استفاده کوي، او خپلې لوڼي او خویندي  په خورا لوړو ولورونو واده کوي چې دې پدیدې په ټولنه کې یو لړ ستونزې را ولاړي کړي، موږ په لاندي ډول دغو ستونزو ته په مختصره توګه اشاره کوو .

کله چې یو ځوان د لوړ ولور وس او توان ونه لري ، نو هغه په ځان باور له لاسه ورکوي، درواغ ، خیانت ، غلا او نورو ناروا اعمالو ته لاس اچوي چې په پایله کې بې عدالتي، بې باوري، ناامني، وېره او ډار په ټولنه حاکمیږي.

لوړ ولورونه  ځوانان دې ته مجبوروي چې د خپلې خاوري غیږ پریږدي بیروني هیوادونو ته د ولور په ګټلو پسې په قاچاقي لارو ولاړ شي  چې په دغه کرغیړن سفر کې ځیني په قاچاقي لارو کې د لوږي او تندي له امله ساه ورکوي ، ځیني د اړوند هیواد په پولو کې د هغه هیواد د عسکرو د مرمیو ښکار ګرځي ، ځیني په بحري سفرونو کې د کبانو شومه شي ، او یو نیم چې ورسیږي چون دی له غیرقانوني لاري بې جوازه راغلی وي ، نو د هغه هیواد له پولیسو پټ ګرځي ،خو کله چې ونیول شي ، بیا نو په میاشتو او کلونو د پردي وطن په تورو زندانونو کې د خپل عمر شپې او ورځي کموي.

نه دا چې یوازي د ځوانانو لپاره لوړ ولور سرخوږی او تاوان دی ، بلکې پیغلي هم لدې څخه ناوړه پایلي ویني .

لکه څنګه چې د یوځوان په نکاح کولو پوري ډېر امیدونه تړلې وي ،همدا شان د ناواده شویو پیغلو نجونو هم په نکاح او واده پوري د زوند ډېر امیدونه تړلې وي .
نو په دې سره ډیری هغه پیغلي چې د نکاح او واده مرحلې ته رسېدلې وي ، تر ډېره وخته په خپل کور کې ددې په تمه کیني ، چې ګویا د کوم ځوان له لوري به د نکاح لپاره مرکه ورته راشي ، خو دا چې ددې پلار یا ولي نه غواړي چې دا دي په کم ولور ورکړي ، نو د ژوند د امیدونو ډېره مرحله یې ددې په سر د لوړ ولور ښکار ګرځي .

بله مهمه موضوع چې د لوړ ولور ښکار ګرځي یا یې تر تاثیر لاندي راځی ، په نکاح کې کفو (سیالي) ده ،په نکاح کې اسلامي شریعت کفو (سیالي) شرط ګڼلي ، سیالي دا مانا کوم شرطونه او اوصاف چې په انجلۍ کې وي ، باید په هلک کې هم وي.لکه : ښایست ، عمر ، پوهه ، دینداري ، ښه نسب …

خو له بده مرغه ډېری وختونه هغه نجوني چې پلرونه یا ولیان یې ددوی په سر د لوړ ولور غوښتونکي وي ، هغه چا ته ورکوي ، چې ددوی سیال نه وي ، یا خو یې عمرونه ډېر توپیر سره لري ، یا خو هلک نهایت بدرنګی وي ، یا نهایت ناپوه وي ، او یا یې نسب ټیټ وي …

که څه هم ډېری پیغلي به دا نه غواړي چې ددوی په سر دي لوړ ولور واخیستل شي ، خو څه وکړي چې هغه لا ددې اجازه نه لري ، چې په خپله خوښه دې نکاح وشي ، څه خو ولور شو.

د لوړ ولور منفي تاثیرات له واده وروسته هم دوام مومي ،هغه تعداد ځوانان چې د شاقه کارونو ، خواریو او مزدوریو وروسته ددې جوګه شي چې خپله ناوي را په کور کړي ، ډیری ستونزي یې تر ډېره وخته ارام ژوند ته نه پرېږدي ، لکه د هغه پورونو ادا کول چې ده د واده لپاره کړي وي ، په ده کې د خسرګنۍ لپاره یو ډول کینه او نفرت را پیدا کوي ، چې دغه کینه او نفرت بیا د خاوند او ښځي په ورځني ژوند منفي تاثیرات اچوي .

دا چې د نکاح کولو غرض او مقصد تنها د جنسي غریزې د پوره کولو څخه نه دی بلکي پدې سره نور ډېر مقصدونه او هدفونه هم تړلي دي ، چې یو له هغو څخه د سالمي کورنۍ تشکیل دی ، دې ته هم د لوړ ولور نه زیان رسیږي ، هغه دا چې وروسته له نکاح په خاوند د ښځي نفقه لازمیږي ، د اولاد نفقه او سالمه روزنه ور له غاړي کیږي ، چې دا ټول هغه وخت په ښه توګه تر سره کېدای شي ، چې نسبتا ښه اقتصاد ولري .

ولور چې د انجلۍ حق دی ، او نه ورکول کیږي ، نو دې ته یې څه ګټه رسیږي ، خو ایله یې خپل ژوند ورباندي تریخ کړای شي او د خپل خاوند کور یې ورباندي کنډواله کړای شي .

په لور پوري تړلې لیکنې

3 thoughts on “لوړ ولورونه په ټولنه کې سرخوږی راولاړوي/ حبیب الله حبیبي”
  1. دا او دیته ورته مشکلات د سالمی ښوونی ، روزنی او اداری له لاری حلیدای شی خو مفسد مسافر حکام او ارګ نشین علما ټولنیز مشکلات او د ځوانانو انحرافات نور هم زیاتوی ځکه اکثریت یی د خپل لور يا ځوی پروا نلری بیا پاتی ملت شو او بل دا چه خور او لور خارج کی ورکول یا هلته د سیستم باز بقایاوو سره واده کول دا هم د آلودګۍ او انحراف نور اړخونه دی او بیا خصوصا اوسنی فرار د ځوانانو او کورنیو چه د آینده لپاره نور لوی دسایس او لوبی پیاده کولی شی

  2. قاضي صاحب! رښتيا هم په ټولنه کې ولورونو زیاتې ستونزې راولاړې کړې دي، ددې لپاره چې يوه سالمه کورنۍ رامنځ ته شي، ددې لپاره چې يوه پېغله د خسر په کور د عزت څښتنه شي، نو لازمي ده، چې باید خلک دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
    علما کرام باید د ولور د ناوړه پایلو په اړه تبليغات وکړي، تر څو په ټولنه کې د ولور له امله د راولاړو شويو ستونزو مخه ونيول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *