خبریال: محمد اکرم شهاب \ پکتیکا
د هیواد د نورو سیمو په څېر د پکتیکا په ځینو سیمو کې ولور خورا لوړ دی چې له امله یې ډېری ځوانان د ولور پیسو د ګټلو لپاره نورو هیوادونو ته پر قاچاقي لارو ځي او ځيني یې بیا پر دې خطرناکو لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په دې ولایت کې په ډیرې سیمو کې ولور (۱۲۰۰۰۰۰) دولس لکه اففانې ټاکل شوی او په ځینو سیمو کې بیا (۲۵۰۰۰۰) دوه لکه پنځوس زره افغانې دی.
په یو شمېر سیمو کې بیا د قومي تړون له مخي د نجونو لپاره نسبتا مناسب ولور ټاکل شوی.
د پکتیکا د ښځو چارو ریاست رییسې بي بي هوا خوشیوال تاند ته وويل، له یوې خوا د دې ولایت د ولسونو اقتصادي حالت خراب دی او له بل پلوه په ځینو سیمو کې ولورونه خورا لوړ دي چې له امله یې نجونې ډېری وخت بې واده پاتي کېږي. دا وروسته د دې سبب کیږي چې نجونې له هلکانو سره ځې، او د دوو قومونو روابط په بدۍ بدلوي.
د پکتیکا په یوشمېر سیمو لکه مرکز ښرنه ، سرروضې او یوسف خېل ولسوالیو کې د لوړ ولور او اضافي لګښتونو د مخنیوي لپاره اصلاحي شوراګانې جوړې شوي چې په منځني ډول یې دوه نیم لکه افغانۍ ټاکلي دی.
له بل پلوه د یني عالمان وایي، په اسلام کې د ښځې لپاره د ولور کم حد ۲۰ دیناره ټاکل شوی او لوړ حد یې مالوم نه دی، چې یادې پیسې به هم بیرته نجلۍ ته ورکول کېږي.
خو د عالمانو په وینا، دلته چې کوم لوړ ولور اخیستل کېږي د پلار د کورنۍ له خوا بیرته نجلۍ ته نه ورکول کېږي ، دا کار د اسلام له نظره ناروا او منع شوی دی، خو ځینې هغه بډایه کسان چې پېسې لرې یاد ولور ورته مناسب ښکاري.

برات خان څاروان تاند ته وویل چې (۲۵۰۰۰۰) دوه نیم لکه ولورهم زیات دی، د ده په وینا یوازې دومره پېسې دې واخیستل شې چې د مصارفو لپاره کفایت وکړي، څاروان وایی لوړ ولور اخلاقې فساد رامنځته کوي او له بلې خوا هلک دې ته مجبوره کوي چې د واده او ولور د پیسو د موندلو لپاره په قاچاقې لارو بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي، ځینې یې په لار له معیوبتوب، او ځینې یی له مرګ سره مخامخ کیږې.
د ځوانانو بې کاري او د خلکو کمزروي اقتصاد ته په کتو په پکتیکا کې ډېرې ځوانان د لوړ ولور له ناوړه دود څخه ځورېږي، دوی له دولت او د سیمې له مخورو غواړي چې په هیواد کې د لوړ ولور د مناسبې اندازې د مالومولو او کنټرول لپاره لاس په کار شي.