د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو پنځمه ورځ د لوګر او فاریاب لوبډلو له بریا سره پای ته ورسیده

د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو پنځمه ورځ د فاریاب او لوګر لوبډلو پر بریا سره پای ته ورسیده.

لومړۍ لوبه د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د فاریاب او خوست ولایتي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د خوست ولایت کپتان وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره د فاریاب لوبډلې ته د ۲۵۷ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې احسان جنت ۶۱، شاهدالله ۵۴ او ابراهیم ۵۰ منډې جوړې کړې. د فاریاب توپ اچونکو له لوري محمد عزیز ۳ او عبدالروف د خوست لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د فاریاب لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۴۹ اوور کې ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې عبدالرووف ۸۸ برییالۍ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی عبدالروف ونومول شو.

دوهمه سیالي چې د زرملوال په لوبغالې کې په لاره اچول شوې وه، د ننګرهار او لوګر ترمنځ وه. د لوبې پچه د ننګرهار لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوګر لوبډلې ته د ۲۵۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شوکت زمان ۶۷، ضمیر ۶۴ او پرویز ۳۶ منډې جوړې کړې. د لوګر لوبغاړو له لوري نورالله ۳، داود ۲ او محبت هم د ننګرهار لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوګر ولایتي لوبډلې په ۵ ویکټو د لوبې په ۴۹ اور کې ورکړل شوی هدف بشپړ کړ. ددوی له لوري ضیاءالحق ۷۲ او خالد ۵۰ منډې جوړې کړې. د ننګرهار توپ اچونکو له لوري نسیم ۲، باطن شاه ۱ او ضمیر هم د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ضیاءالحق ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر د لومړۍ کچې ولایتونو ترمنځ د بریالیو سیالیو له جریان څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړي د فاریاب له لوبډلې ځانګړې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په فاریاب کرکټ نوی رامنځ ته شوی دی او موږ ویاړو چې دوی په دومره کم وخت کې د پام وړ پرمختګ وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *