دغه غونډه چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډه په تالار کې نیول شوې وه،پکې د ولایت مرستیال والي تورن جنرال محمد نبي احمدزي،ملي امنیت ریاست مرستیال،د دوهمي واحدونو یو شمېر مشرانو،قومي مخورو،ځوانانو،ښځو او سوله غوښتونکو ګډون کړی وو.

په لومړیو کې دیادې غونډې پرلاره اچوونکي ساحل منګل ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل موږ د سولې له روانې خبرو په کلکه ملاتړ کوو او دغه ګام د هېواد لپاره په نېک پال نیسو.

وړاندې  مولوي اسدالله نورې د اسلام له نظره د سولې په ارزښت او په دغه برخه کې د دیني علماوو پر مسولیت خبرې وکړې او سوله یې د وخت اړتیا او د هر افغان ارمان او غوښتنه یاده کړه.

دغې غوندې ته د ځوانانو پارلمان کې د لوګر د ځوانانو استازي لطف الله تائب هم خبرې وکړې ،هغه خوښي وښوده چې د سولې او اوربند په یوې ارزښتمنه غونډه کې ګډون وال دی،هغه وړاندې زیاته کړه سوله نه ګټونکی او نه بایلوونکی لري په هر قېمت چې وي موږ سوله غواړو او د روانې جګړې پر خلاف خپل غږ اوچت ساتو.تائب زیاته کړه هر هغه څوک چې د روښانه سولې لپاره کار کوي هغه زموږ مشران او مشالونه او په هر وخت کې یې کلک ملاتړ کوو.هغه د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ځوانانو د وینو تویولو مخ دې ډب شي.

مرستیال والي تورن جنرال محمد نبي احمدزي غونډې ته په وینا کې وویل؛ سوله د هر افغان هیله او اساسي غوښتنه ده چې کولای شي  هېواد د یوې ښې راتلوونکې پر لور وېسي،هغه زیاته کړه خدای دې هېواد کې یوه داسې سوله راولي چې د هر افغان او هر وګړي ژوند پکې خوندي شي.

په یاده ناسته کې د پوهنتون رئیس،سرحدونو او قبایلو چارو رئیس،قومي مشر فرهاد اکبري او یو شمېر نورو ګډون والو هم خبرې وکړې او د سولې او اوربند غوښتونکي شول.

خپرندوی/لوګر ولايت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *