امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزی

د لوګر چارواکي وايي چې د دې ولایت په ازره ولسوالۍ کې د وروستيو نا امنيو ستر لامل  د نشه يي توکو د کاروبار يان او  قاچاقبر دي.

د يادولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزی  وايي  په ازره کې وسلوال طالبان هر کال د نشيي توکو له کر څخه د زکات په نامه نږدې شپاړس ميلونه افغانۍ تر لاسه کوي .

نوموړی وايي چې اوس مهال امنيتي ځواکوانو د نشيي توکو د قاچاق مهمې لارې بندې کړې او وسلوال طالبان ځکه دا ډول ډليز او پرله پسې بريدونه کوي تر څود دوی دنشي توکو د قاچاق بنده شوې لار خلاصه کړي .

اسحاقزی دا هم وايي چې وسلوال طالبان غواړي ازره تر خپل کنټرول لاندې راوالي اوپه  خپل خوندي مرکز يې بدله کړي .

هغه دا هم وايې چې په ازره کې ډير جنګيدونکي طالبان پاکستانۍ مليشې دي .

په همدې حال کې د لوګر والي نيازمحمد اميري او د لوګر ولايتي شورا مشر عبدالولي وکيل هم په يوخوله په ازره کې د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو جنګيالو خبره کوي او زياتو ي چې ازره د حکومت او وسلوالو طالبانو لپاره ځکه مهمه سيمه ده چې کابل او د ورڅيرمه يو شمير نورو ولايتونو امنيت ورپورې تړلی ده .

څو اونۍ وړاندې د افغانستان استخباراتي  ادارې له رسنيو سره داسې اسناد شريک کړل چې دافغان حکومت  هغه ادعا يې يقينې کوله چې ويل يې وو چې د وسلوالو په ليکو کې د پاکستان د هيواد د استخباراتو ادارې سلاکاران شتون لري .

په دې ورستيو چې په ازره ولسوالۍ باندې دوه ځله وسلوالو ډله ايز بريدونه وکړل ،چې ،چې دچارواکو په خبره سلګونه بهرنيو اوکورنيو وسلوالو پکې برخه اخيستې وه.

ځواب دلته پرېږدئ