تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د لوګر د والي ارسلاجمال د وژل کېدو د پېښې په اړه یې لومړنۍ څېړنې ښيي چې چاودېدونکي مواد په قرآنکریم کې اېښودل شوي وو.

مخکې ویل شوي و چې بم په مایکروفون کې ځای پر ځای شوی و.

ارسلا جمال د سې شنبې په ورځ د اختر په لومړۍ ورځ د پل علم په جامع جومات کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. په دې پېښه کې پنځلس تنه نور ژوبل شول.

1د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د لوګر د والي د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه د دوی د لومړنیو څېړنو پایلې ښيي چې په چاودنه کې له قرآنکریم څخه کار اخیستل شوی دی.

«د لوګر د والي ارسلا جمال د شهادت په اړه زموږ لومړني تحقیقات ښيي چې ترهګرو د اسلام د مقدس دین د احکامو او ټولو بشري اصولو خلاف د مسلمانانو سپېڅلي کتاب او مقدسو اماکنو ته په سپکاوي اړولو سره یو ځل بیا خپله غیرانساني څېره په دې پېښه کې وښوده. دوی د لوګر ولایت د مرکز پل علم په جامع جومات کې د قرآنکریم په ټوکونو کې چاودېدونکي مواد پټ کړي و چې د چاودنې په اثر یې والي شهید او ۱۵ نور لمونځ کوونکي ژوبل شول.»

په همدې حال کې ناتایید شوي راپورونه وايي چې د لوګر امنیه قومندان او د امنیت امر د دې پېښې په تړاو د پوښتنو – ګروېږنو لپاره څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د پل علم جامع جومات تر حملې وړاندې له دوو ورځو راهیسي تر څارنې لاندې و.

امنیتي چارواکي شک لري چې د جومات ملاامام به په پېښه کې لاس ولري.

8 thoughts on “لوګر: تحقیقات ښيي چاودېدونکي مواد په قرآنکریم کې اېښودل شوي وو”
  1. مونږ دښاغلی کرزی څخه په ډیر جدیت هیله کوو چه دارسلاجمال د شهیدکیدو قضیه په ژورډول وڅیړی، داسی څیړنه اوتحقیقات پکار نه دی لکه دپخوا په شان چه په کنړ اولغمان کی ماشومان اوزنانه قتل شول، اوبیا کرزی ووای چه یوڅوکسان می وټاکل چه تحقیقات وکړی اووروسته دتحقیقاتو څخه یویولک افغانۍ ورولیږی اوبس خلاص.

    ښاغلی کرزی باید په داخل دهیواد کی یوه بله پلټنه هم وکړی، هغه داچه ځینی تشویشونه شته چه خارجیان اودملی امنیت ځینی لوړ پوړی متعصبه کسان په هیواد کی ځینی خصوصی شبکی لری، چه دغه شبکی فقط ددولت پیاوړی اورسیدلی کسان ترهدف لاندی نیسی اوله مینځه یی وړی. فکر مو وی چه سیاست اودجنګی وسایلو پرمختیا په نن زمان کی هغه کارونه کوی چه زمونږ د تصور څخه دباندی دی.

  2. There was a rumour which said that he has been selected as the governor of Kandahar! Therefore, he might have been killed by slaves of Tooryalai Wesa.

  3. It’s northern alliance game. Afghan intelligent agency is belong northern alliance
    All pashtoon leader is killing by these northern alliance isi Taliban they are enemies of PASHTOONS

  4. I don’t know anyone in Logar Province but I believe after full investigation both Chief of Police and NDS should be fired and never allowed to hold a government post again.
    we are deeply sorry and hurt by such a tragic death of Mr.Arsala.

    If we don’t stand firm against this kind of inhumane atrocities in our country we will never achieve security.

  5. there is a story which says ” a person has lost his father, his friends asked him that your father’s killers were ride or foot soldiers? the person reply, they have finished my father’s life its not matter whether they were rider or footmen” so now the Jamal has gone. its not important that who has finished him. the problem is there that why it happened even the security was present there at 20 meters.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *