په لوګر ولايت کې يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو د لنډمهالي اوربند هر کلی او د تلپاتې سولې د راتلو په موخه يې ګرځنده کمپاين پيل کړ.
د ځايي خبریال ساحل منګل له راپور سره سم، دا عالمان او مشران وايي، کور په کور او جومات په جومات ګرځي چې خلک د سولې د روانو خبرو ملاتړ ته وهڅوي او دا پروسه نوره هم غښتلي کړي.
قومي مشر عبدالرحمن توکلي وايي«ول افغانان د سولې په راوستلو کې مسول دي او د ټولو دنده ده چې په دې پروسه کې بې تفاوته پاتې نشي او تر خپل توان پورې کار وکړي.»
نوموړی همداراز وویل، ټول افغانان په دې پوه شوي دي چې د جګړې قربانيان يوازې افغانان دي او سياسي ګټې يې نورو هيوادونو ته رسيږي.
توکلي وايي دوی هڅه کوي، دغه پيغام د لوګر ولايت کليو او بانډو ته ورسوي او له ځان سره داسې کسان ملګري کړي چې غواړي د سولې په برخه کې کار وکړي او دغه کاروان لا غښتلی کړي.
د ياد کمپاين غړی مولوي اسدالله محمدي وايي:«د سولې غږ د ټولو مسوليت دی او هر افغان بايد په دې برخه کې غږ پورته کړي او دا پروسه غښتلې کړي.»
نوموړي زیاته کړه، د لوګر ديني عالمان به ټول په يوه خوله کور په کور ګرځي او فرد- فرد به د سولې پروسې ته رابولي تر څو ټول خلک په سوله کې دخيل شي.
مولوي محمدي وايي د پخوا په پرتله د سولې لپاره ډير ښه چانس راغلی دی او له دې موقع څخه بايد په سمه توګه ګټه واخيستل شي.
ديني عالم مولوي سيد فريدالله ووویل «اپه تېرو څلورو لسيزو کې افغانان د سولې په بهير کې ډير بې تفاوته پاتې شوي وو، نور دغه بې تفاتي بايد پای ته ورسيږي او جګړې ته د پای ټکی کيږدي.»
د مولوي فریدالله په وینا د افغانانو د بې غوريو او سستۍ له امله بهرنيانو ته د دې زمينه برابره شوه چې په افغانستان کې مداخلې او لاسوهنې وکړي.
مولوي فريد وايي که سل کاله نوره هم جګړه وشې بيا هم ګټونکی نلري او ټولې خواوې مجبورې دي چې د خبرو له لارې دغه مسله حل کړي.
په وروستیو کلونو کې د سولې غوښتنې ډېرې شوي خو په دې برخه کې ډېر زغرد پیغام د هلمند د سولې ولسي حرکت ورکړی. دا حرکت ولایت په ولایت ګرځېدلی او د سولې پیغام یې لېږدولی دی.
خو په لوګر کې د سولې تازه هڅه په داسې حال کې پیل شوې چې اووه ورځنی نسبي اوربند نن پیل شو او تمه ده چې په دایمي اوربند بدل شي.