خبریال: ساحل منګل- د لوګر امنيتې چارواکي وايې چې په دې ولايت کې د رايې اچونې ۳۰ مرکزونه له لوړ امنيتې ګواښ سره مخامخ دي او د دغو ګواښونو د راکمولو لپاره يې د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې له ملي اردو سره په ګډه عمليات پلان کړي دي .
د لوګر د امنیې قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزی نن /جمعه/ وویل چې دغه عمليات به په راتلونکو څو ورځو کې پيل شي چې له دې سره به د لوړ ګواښ لاندې مرکزونه عادي حالت ته راوګرځي.
نوموړی وايي چې پخوا په ټول لوګر کې پنځه ديرش مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې وو چې د امنيتې ځواکونو په هڅو د پنځو مرکزونو ګواښ راکم شوی دی .
اسحاقزی په ټول لوګر کې د پنځه اتيا سلنې ښو ټاکنو ډاډ ورکوي خو وايې چې په ازره، څرخ، خروار او برکي برک ولسوالیو کې اوس هم د ټاکنو پر وړاندې امنيتي ګواښونه شته.
په همدې حال کې د لوګر والی نياز محمد اميري هم په دې ولايت کې د رڼو ټاکنو په ترسره کيدو ټينګار کوي او وايې چې د تيرو ټاکنو په پرتله د خلکو ليواليتا زياته شوې ده.
اميري زياتوي چا ته به اجازه ورنکړي چې د کوم مشخص نوماند په ګټه له دولتي امکاناتو ګټه واخلي.
که څه هم چارواکي د امنيت پوره ډاډ ورکوي خو ډېر خلک د ټاکنو په اړه له نا امنيو اود ټاکنو په پروسه کې د درغليو له درکه ډاډ نلري، وايي چې دا ځل به هم د تيرو ټاکنو په څير په لرې پرتو سيمو کې د زورواکو له خوا د رايې صندوقونه ډک شي. خو له دې سره سره خلک وايي که بیا هم درغلي وشوه خلک به بې تفاوته پاتې نه شي او ممکن په لسګونو زره خلک د درغلګرو خلاف پاڅون وکړي.