نن د الکوزي بابای ملت ایلیټ کپ سیالیو په ترڅ کې لوګر د کوچیانو او خوست د کابل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په سلیم کاروان لوبغالي کې د لوګر او کوچیانو لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه. د لوبې پچه لوګر لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. لوګر سیالې لوبډلې ته د سیالۍ په ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۷۸ منډې هدف وټاکه چې له ډلې یې محب الله ۱۱۵ او ضیاءالحق ۹۸ منډې جوړې کړې.

د کوچیانو لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۳۶ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو او د ۱۵۵ منډو په جوړولو سره سیالي لوګر ته وبایلله. د سیالۍ غوره لوبغاړي ضیاءالحق او محب ونومول شول.

د زرملوال په لوبغالي کې د کابل او خوست لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه. د لوبې پچه خوست لوبډلمشر وګټله او کابل لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. کابل د سیالۍ په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۱ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې نورالحق ملکزي ۱۱۳ او نثار ۳۱ منډې وکړې. د خوست لخوا شوکت ځدراڼ د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول.

خوست ورکړل شوی هدف د سیالۍ په وروستي اوور کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې ابراهیم ۷۲ او بسم الله ۵۷ منډې جوړې کړې. د کابل توپ اچونکو لخوا انعام د خوست ۴ او عمران ۲ لوبغاړي وسوځول. د سیالۍ غوره لوبغاړی شوکت ځدراڼ ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د الکوزي بابای ملت ایلیټ کپ سیالیو پرمختګ ګټور وباله او د هرې ورځې په اوږدو کې یې د ګډون کونکو لوبډلو غوره لوبه وستایله. نوموړي ووییل چې، دا ډول سیالۍ په هیواد کې د کرکټ په وده او د لوبغاړو په پرمختیا مثبتې اغیزې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *