تاند، پنجشنبه، د عقرب ۱۶مه: طالبانو د یو کمین په ترڅ کې په لوګر ولایت کې څلور قاضیان وژلي دي.

د لوګر چارواکي وایي، نن غرمه د استیناف محکمې څلور قاضیان له لوګره کابل ته پر لار روان ووچې د محمد اغې ولسوالۍ په باقي اباد سیمه کې د طالبانو په کمین اوښتي او وژل شوي دي.

په همدې حال کې د لوګر امنیه قومندان په پېښه کې د څلور تنو وژل کېدل مني، خو وایي د وژل شویو د هویت په اړه څېړنې روانې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، تېره ورځ د بغلان چارواکو ادعا کړې وه چې طالب وسله والو د کندوز پر لاره یو سپین ږیری پوهاند وژلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *