تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو یې په لوګر ولایت کې د طالبانو د اکمالاتو مسؤول نیولی دی.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه تاند ته په یوې استولې خبرپاڼه کې ویلي چې تیره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ هدفي عملیاتو په ترڅ کې د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د اکمالاتي برخې مسؤول نیولی دی.

خبرپاڼه کاږي، نیول شوی کس ګل حسین نومېږي چې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *