(چنګاښ-۳۱) نن ورځ د لوګر پوهنتون لپاره د یوې ودانۍ د عملي کار د پیل په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د مشرانو جرګې غړي محمد اصف صدیقي، د لوړو زده کړو وزارت مشاوراندوس رحمت الله ځواکمن، د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات اود شورا غړو، د لوګرپوهنتون رئیس وحیدالله عبدالرحیمزی، د یوشمېر ادارو رئیسانو، دپوهنتون استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رئیس پوهنمل وحیدالله عبدالرحیمزي وویل(دغه ودانۍ په دوه پوړو کې چې ۳۲ تدریسي او اداري خوني به ولري او ټول ټال ۳۹۲۵۸۸۲افغانۍ مصرف راغلی چې د هندوستان له خوا ورکول کېږي او په ۱۸ میاشتو کې به یې کارونه بشپړ شي په یاد پوهنتون کې اوس لپاره ۳۰۵ محصلین زده کړه کوي چې ۴۳ تنه یې نجوني دي)
د لوګر والي غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل((پروژه یوه بهانه ده غایه نده او دا تعمیر یوه بهانه ده چې د یو لوی مقصد چې انسان دی ټولنې ته وړاندې کړو، او پوهنتون چې د انسا ن او فکر جوړونې فابریکه ده او محصول انسان دی چې ټولنې ته وړاندې کیږي، والي وویل مونږ ظرفیت سره ډيره ستونزه نلرو ځکه ظرفیت به یو وخت پوره شي لویه ستونزه تعهد او ملي لرلید دی چې په دې برخه کې مونږ د وطن ورانولو ښه ظرفیت لرو، والي محصلینو ته په خطاب کې وویل محصلین دې زمونږ ټوله ښه کارونه تقلید او کاپي کړي مګر بد کارونو دې پریږدي.

والي وړندې وویل هغه وخت مونږ کامیاب یو چې د وطن هرڅه خاوره، هوا، غرونه خپل ملکیت وګڼو، فدایي یادونه وکړه د نورو هیوادونو د کامیابۍ راز په حب الوطنۍ کې دی او هلته خلک د ماشوم په څیر د خپل هیواد سره مینه کوي او مونږ ترهغې چې د حب الوطنۍ انسان او انسانیت عملي مثال نه شو هیڅ وخت نه شو کامیابیدلای، په پای کې والي د شرکت له مسؤلینو څخه وغوښتل چې له تاسو څخه په کار کې کیفیت او معیار غواړم).

د مشرانو جرګې غړي داکټر محمد اصف صدیقي، د لوړو زده کړو وزارت مشاور اندوس رحمت الله ځواکمن او د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات په خپلو خبرو کې په یادې ودانۍ خوښي وښوده او د لوګر ولس ته یې مبارکي وویله ځکه یو وخت به دلته خلک ویریدل او اوس دلته انسانان روزل کېږي او ټولنې ته یو په زده کړو سمبال انسان وړاندې کیږي.

لوګر پوهنتون لپاره څلور ورځې کم یوکال وړاندې د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې څلور ودانۍ لري.
وروسته میلمنو او مشرانو ته لونګي ور په سر شوې.

په پای کې د ټولو ګډونوالو له خوا د نوې ودانې د کار د پیل د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *