د یکشنبې په ورځ د لوګر د ځوانانو ټولنیزې اوکلتوري ټولنې غړیو، د لوګرسلګونه اوسیدونکو، مشرانو، ځوانانو، د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانولوګر ته د لېږدونکې برېښنا د مسیر د بدلولو د هڅې او په لندن کې د ولسمشر غني د سپکاوي پر ضد سوله ییز لاریون وکړ.
لاریونوال چې د کابل ګردیز لویه لاره يې تړلې د درې ساعته لپاره په محمداغې ولسوالۍ کې تړلې وه لاریون کوونکو، لوګر ته د لېږدونکې برېښنا د مسیر د بدلولو هڅه يې د پردیو توطیه او د دوی لخوا د قومونو او ولسونو تر منځ د نفاق د رامنځته کېدو هڅه وبلله.
دوی د ولسمشر اشرف غني پر وړاندې د لندن په غونډه کې شوی سپکاوی وغانده او هغه يې د سیمې د هېوادونو او پردیو ته د وفادارو کړیو یو پلان شوی عمل وباله.
دوی په ځانګړي ډول د افغان حکومت د یو شمېر چارواکو کریم خلیلي، سرور دانش، حاجي محمد محقق او صادق مدبر پر ضد هم شعارونه.
لاریونوالو د لندن په کنفرانس کې د ولسمشر پر ضد د څو تنو څرګندونې ټول ملت ته سپکاوی وباله او ټېنګار يې وکړ چې په دې کې هم د دوی په وینا د یو شمېر قومي ټیکه دارانو لاس وو.
“د لوګر ولسونه د لندن په وروستۍ ناسته کې د افغان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د شخصیت پر وړاندې اهانت او سپکاوی د ټول افغان ملت توهین بولي او د دې پېښې د عاملینو په ګډون په هغو ټولو کړیو نفرین وايي چې دا د اسلامیت او افغانیت ضد ډرامه يې سازماندهي کړې وه.
-د لوګر خلک د دې سیمې د صنعتي او ټولنیز پرمختګ لپاره د برېښنا رالېږد تر ټولو مهمه اړتیا ښيي او په هیڅ قیمت دې ته حاضر نه دي چې د برېښنا د انتقال اوسنۍ مسیر تغیر وکړي، هر څوک چې د خوستوالو د دې حق مخالفت کوي، په کلکه به يې په مقابل کې ودرېږي او تر هغه به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي، تر څو چې خپل حق ترلاسه کړي.
-د لوګر ولسونه د پروان، کاپیسا او کابل له لارې د لېږدونکي برېښنا د مسیر د بدلولو د بې ځایه خبرې راپورته کول په افغانستان کې سیاسي او قومي ستونزو د پیدا کولو لپاره په بهر کې یوه جوړه شوې توطیه بولي.”
د لاریون یوتن ګډونوال محمد صالح وویلد دوی لاریون د هغو کړیو پر ضد دی چې د افغانستان په وروڼو ملیتونو کې نفاق ته لمن وهي او ولسمشر چې د هېواد شمله ده، د پردیو پر وړاندې د هغې اهانت او سپکاوی کوي.
لاریونوالو په ټېنګار ویل چې په هیڅ قیمت به چاته اجازه ورنه کړي چې د خوست په ګډون د دوولسو ولایتونو ته د لېږدونکي برېښنا مسیر بدل کړي.
دوی پر ولسمشر اشرف غني غږ وکړ چې لوګریان يې تل ملاتړي دي، خو ولسمشر هم باید دا سیمه او خلک هیر نه کړي.
یاده دې وي چې د برېښنا د مسیر د بدلولو د هڅې او د ولسمشر غني پر وړاندې د توهین امیزو کلمو د کارولو پر ضد نن په پکتیکا او خوست ولایتونو کې هم ستر لاریونه ترسره شول.
دلوګر دځوانانو ټولنېزه اوکلتوري ټولنه
مرکز پل علم