تاند، جمعه، د دلوې ۴مه: د لوګر په ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تیريو تور لګوونکی فعال موسی محمودي ، د امنیتي دلایلو په بهانه له افغانستانه وتلی دی.
موسی محمودي، چې د اکتوبر په وروستیو کې یې په لوګر ولایت کې د نارینه زده کونکو پروړاندې د جنسي تیري په اړه یو راپور خپور کړی و ، دوه اوونۍ دمخه له خپلې کورنۍ او همکارانو سره د افغانستان یو ګاونډي هیواد ته تللی دی.
د خوندیتو او خطر کمولو انسټیټیوټ رییس زمری فقیري وایي، ښاغلی محمودي د مدني ټولنو په مرسته له هیواده وتلی دی.
د هغه په وینا ، محمودي ته په هیڅ کوم هیواد کې پناه نه ده ورکړل شوې او په لنډمهاله توګه یو ګاونډي هېواد ته تللی دی.
ښاغلي محمودي ګارډین ورځپاڼې ته راپور ورکړی و چې د لوګر په ۶ ښوونځیو کې نږدې ۶۵۰ زده کوونکي د جنسي تېري ښکار شوي دي.
وروسته حکومت او ولسي جرګې په دې اړه بیل بیل پلټونکي پلاوي وګمارل چې حقیقت پیدا کړي، خو د ځینو پلاویو پلټنې لا هم بشپړې شوې نه دي.