تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې لوګر ولایت کې یې د څرخکې د رالوېدو په پېښه کې دوه سرتېري وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو دا نه دي په کې تایید شوي چې دا څرخکه به طالبانو رانسکوره کړې وي.
خبرپاڼه همدا راز وایي، پېښه کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو هویت به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې اعلان کړي.
خو بلخوا طالبانو ادعا کړې ده چې تېره ورځ یې په لوګر کې د امریکایانو یوه څرخکه نسکوره کړې ده.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې طالبانو په همدې ورځ د زابل په نوبهار کې دوه امریکايي او استرالیايي پروفیسران مخالف لوري ته وسپارل.