نن ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي چې د ولایتي شوراغړی ډاکټر عبدالولي وکیل، د کرنې رئیس، د محمداغې ولسوال ، د یو شمېر دولتي ادارو رئیسان او د سیمې قومي مشران هم ورسره ول، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د سفید سنګ سیمې د نیم دهه کانال د بنسټ ډبره کیښودله.

د کرنې رئیس په وینا دغه کانال د کرنې وزارت د نړۍ وال زراعتي انکشافي صندق په مالي لګښت او د کلپ پروژې ترچتر لاندې جوړيږي، دا کانال ۲۶۷۸ متره اوږدوالی او ۱،۸۲ متره جګوالی او ۱،۲ متره عرض لري اوټول لګښت یې ۷۰۴۰۰۶۹ افغانۍ دي، ددې پروژې کارونه به په ۸ میاشتو کې بشپړ شي،چې له بشپړيدا وروسته به ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي، له دې پروژې به ۳۶۰۰ تنه ګټه اخلي .


د لوګر والي یاد کانال د سیمي اوسيدونکو د زراعتي اړتیاو د پوره کولو لپاره اړین وباله، نوموړي د ولسي خلکو سره په خبرو کې هغوی ته وویل چې دولت چې کومې پروژې تاسو ته پلې کوي د کوم احسان خبره نه ده بلکه ستاسو حق دی، والي زیاته کړه چې په لوګر ولایت کې چې کوم انکشافي کارونه شوي د قناعت وړ نه دي، بلکه لا زیات کارونه باید تر سره شي چې موږ یې اراده لرو چې ستاسو ملاتړ به د لا زیات کار کولو جرئت راکړي .


والي د سیمې له اوسېدونکو او مشرانو غوښتنه وکړ چې د دې پروژې څخه نظارت وکړي او د پروژې په جریان کې پیدا شوي ستونزې د همکارۍ پر خپل وخت له مسؤلینو سره شریکې کړي .


همدا راز نوموړي د محمداغې ولسوال ته هدایت ورکړ چې د پروژې سم نظارت وکړي او د شرکت مسؤلینو څخه یې د کار د ښه کیفیت او پر وخت د تر سره کېدا غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ که د پروژې پر مهال ترې څوک غیر قانوني غوښتنه کوي پر وخت دې د ولایت مقام سره شریکې کړي .


د لوګر د ولایتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وکیل په خپلو خبرو کې سږنی کال د لوګر ولایت لپاره د ابادۍ څخه ډک کال یاد کړ ځکه سږ په مختلفو برخو کې په لوګر ولایت کې د ډيرو پروژو د پیل او پای شاهدان یوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *